۸صبح، لوګر: ځايي سرچينې په لوګر ولايت کې د طالب جنګیالیو له لوري د تېر حکومت د يوه افسر د وژل کېدو خبر ورکوي.
یوې سرچینې یکشنبه د وري پر ۵مه ۸صبح ورځپاڼې منلې چې دغه پخوانی افسر «ډګروال طاووس» نومېده او دوه ورځې دمخه په محمداغې ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
د سرچينې په خبره، دا پخوانى افسر په داسې حال کې چې په خپل پټي کې پر کرونده بوخت و، طالب جنګیالیو لومړى هغه ته سپکاوى کړى او بيا يې وژلى دى.
طاووس د تېر حکومت د «دفاع وزارت د تکنالوژۍ او لوژستیکي تأمیناتو په معینیت» کې دنده لرله.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې طالبانو تېرو دوهنيمو کلونو د تېر حکومت لسګونه سرتېري د بېلابېلو پلمو له کبله وژلي دي.
دغې ډلې دوه ورځې دمخه هم د پروان د مرکز اړوند په تتمدره» سیمه کې د تېر حکومت د ځانګړو ځواکونو یو غړی وواژه.