۸صبح، تخار: په تخار کې سیمهییزې سرچينې وايي چې د تېر حکومت د تخار د ملي امنيت رياست يو کارکونکى په پاکستان کې د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا تر تښتول کېدو وروسته وژل شوى دى.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پخوانی سرتېری سیدنور نومېده او مړی یې شنبه د غويي پر لومړۍ له غرمې وروسته د پاکستان پنجاب ایالت په سیالکوټ سیمه کې د پولیسو له خوا موندل شوی دی.
دغه پخوانی سرتیری شاوخوا یوه اوونۍ دمخه تښتول شوی و.
د سیدنور کورنۍ ته یو نږدې کس ادعا کوي چې هغه تر دې دمخه د تخار ولایت د طالبانو د پخواني امنیه قوماندان مولوي نصرالله حذیفه له خوا مرګ ته ګواښل شوی و.
دی طالبان د تېر حکومت د یاد سرتېري د وژل کېدو مسوولان بولي.
د پاکستان امنیتي چارواکو او په افغانستان کې طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د تېر حکومت سرتېري د عمومي بخښنې سربېره، بندیان او شکنجه شوي او ان په ځينو پېښو کې وژل شوي دي.
یکشنبه د وري پر ۱۲مه د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې طالبانو یو پخوانی سرتېری د چړې پر ګوزارونو وواژه.