۸صبح، پروان: ځايي سرچينې ادعا کوي چې طالبانو د پروان په مرکز کې د تېر حکومت د ځانګړو ځواکونو يو غړى پر ډزو وژلی دی.
سرچينې شنبه د وري پر ۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پخوانى سرتېرى دوه شپې دمخه د پروان مرکز اړوند د «دوغاباد» په سيمه کې وژل شوى دى.
دا پخوانی سرتېری صفيالله نومېده او د تېر حکومت په ځانګړو ځواکونو کې یې دنده ترسره کړې وه.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې طالبان واک ته تر رسېدو وروسته د بشري حقونو د نړۍوالو سازمانونو له لوري د تېر حکومت د پوځيانو پر وژلو، نيولو او شکنجې تورن شوي؛ خو دغې ډلې تل دا تورونه رد کړي دي.