۸صبح، غزني: غزني کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې طالبانو د دغه ولایت د ښځو زندان برخې مخکینۍ کارکوونکې په ډزو وژلې ده.
ځایي سرچینې وایي، چې دغه ښځه یکشنبه د وږي پر ۲۰ د مرستې د ترلاسه کولو لپاره له یوې ټلیفوني اړیکې وروسته له کوره وتلې وه او د بېرته راستنېدو پرمهال په داسې حال کې، چې یو اندازه مرسته شوي خوراکي توکي ورسره وو د غزني ښار په پښتون اباد سیمه کې د طالبانو له خوا وژل شوې ده.
سرچینې جوتوي، چې طالبانو دغه مېرمن د مرستې د ورکولو په پلمه له کوره ایستلې او له پيژندنې وروسته یې په ډزو وژلې ده.
طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته د مخکیني حکومت سلګونه پوځیان او کارکوونکي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وژلي دي.