۸صبح، کابل: د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزپ بورېل وايي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو وضعیت په نړۍ کې بېسارې دی او باید پر دې ډلې فشار راوړل شي.
بورېل دا څرګندونې سېشنبه د کب پر ٢٢مه، د دغه سازمان په امنيت شورا کې د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ په ناسته کې کړې دي.
ده ویلي: «په افغانستان کې بشردوستانه، اقتصادي، سياسي او د بشري حقونو وضعيت د اندېښنې وړ دى.»
بورېل زیاتوي چې ښځې او نجونې عملاً د ژوند له ټولو اړخونو بې محرومې شوې دي او دا وضعیت په نړۍواله کچه بېساری او د زغم وړ نه دی.
د اروپايي ټولنې دې چارواکي یادونه کړې: «موږ باید افغانستان هېر نه کړو، چیرته چې جنسیتي اپارټایډ روان دی.»
بورېل په دې ناسته کې له طالبانو سره د ملګروملتونو د تعامل له دوامه ملاتړ کړی او ورته مهال يې پر دغې ډلې د فشار راوړلو غوښتنه کړې ده.
هغه ټینګار کړی: «موږ باید د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پریکړهلیک د پلي کولو او د دغه سازمان له رهبرۍ سره د تعامل په بهیر کې ګډون ولرو او فشار راوړو.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپل واک په دوه نيمو کلونو کې په هېواد کې د ښځو پر ازادۍ، زدهکړو، او کار سخت بندیزونه لګولي؛ خو ادعا کوي چې د اسلامي شريعت له اصولو سره سم د ښځو حقونه خوندي شوي دي.