۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد له خپلو متحدینو او شریکانو سره له ديپلوماتیکو لارو له افغان نجونو او ښځو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن دغه خبرې سه شنبه د وږي پر ۲۹ نیویارک کې د «افغان مېرمنو د اقتصادي مقاومت لپاره د یووالي» په نوم یوه ناسته کې بیان کړې دي.
د دې یووالي د رامنځته کولو موخه د ښځو د پرمختګ لپاره د بشردوستانه فعالیتونو او سوداګرۍ چټکتیا او افغانستان کې د زده کړو فرصتونو او دندې برابرول بلل شوې ده.
په هغه اعلامیه کې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې د بلینکن له قوله راغلي، چې د افغان مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا یووالی په خپل ډول کې لومړنی نوښت دي، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې افغانستان کې یو میلیون ښځو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکوي.
د بلینکن په وینا هغو سختو بندیزونو ته په پام، چې طالبانو پر ښځو تپلي دي د دې کار ترسره کول به ستونزمن وي؛ خو امریکا ژمنه ده ترڅو له افغان مېرمنو د ملاتړ زمینه په خوندي توګه برابره کړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره ټول هېواد کې د ښځو او نجونو پروړاندې سخت بندیزونه لګول شوي دي.