۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند وايي چې د کابل په شمال د اوولسمې حوزې اړوند سیمه کې یې د داعش پر یوه ځاله عملیات کړي دي.
د طالبانو د ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په وینا، دغه عملیات د یکشنبې په شپه (د تلې په یوولسمه) د طالبانو د ځانګړې قطعې ځواکونو له خوا ترسره شول.
مجاهد وايي چې دا عملیات ډېر بریالي وو او د داعشیانو مرکز په بشپړه توګه ویجاړ او پکې ټول جنګیالي ووژل شول.
اخوا، د کابل په شمال کې د څو چاودنو غږونه واورېدل شول. طالب چارواکو په لومړي سر کې ویلي و چې له داعش جنګیالیو سره یې نښته کړې ده.
ځینو سیمه ییزو سرچینو ویلي چې وسله والو کسانو د کابل په شمال کې د طالبانو پر مرکزونو برید کړی دی. ددغې نښتې د تلفاتو شمېر تراوسه روښانه نه دی.
د سیمې اوسېدونکو په دغه ځای کې د څو چاودنو غږونه اورېدلي دي. ځینو طالب چارواکو ویلي چې چاودنې د داعش له درېیو غړو سره د بمونو د چاودېدو له امله وې.
هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، د کابل په شمال کې د نښتو ښودنه کوي.