۸صبح، کابل: د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو له ګاونډيو هېوادونو غوښتي چې «له سیاسي تعاملاتو او لیدلوریو» پرته له افغانستان سره سوداګریزې چارې پرمخ بوځي ترڅو خلکو ته زیان ونه رسېږي.
دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ د تلې په دوولسمه نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې وروستیو سیاسي بدلونونو د ګاونډيو هېوادونو په ګډون چې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې اصلي شریکان دي د نړۍ له هېوادونو سره د تجارت بهیر اغېزمن او ستونزمن کړی دی.
د دغې اعلامیې له مخې، له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو نشتوالي، د افغانستان په مارکېټونو کې د عرضې او تقاضا بهیر ته زیان رسولی او په بازارونو کې یې د توکو په تېره بیا لومړنیو موادو او تېلو بیې لوړې کړې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي چې ددغه وضعیت په دوام نه یوازې سوداګر او واردوونکي بلکې مصروفوونکي هم زیانمن شوي دي.
دغه بنسټ اندېښنه څرګنده کړې چې د ژمي په رارسېدو سره، د لومړنیو او سون توکو لپاره اړتیا زیاتېږي او ددغو توکو وړاندې کول د بانکي ستونزو، د پیسو د بې ثباتۍ او له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د کمښت له امله، ټیټې کچې ته رسېدلي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ نشتوالي، د وارداتو بهیر او د افغانستان په بازارونو کې د اړتیا وړ توکو د وړاندې کولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی او ښايي چې په نږدې راتلونکي او د ژمني په موسم کې د لومړنیو توکو او تېلو بیې نورې هم لوړې شي.
له بلې خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو د پاکستان، ایران، ازبکستان او ترکمنستان دولتونو له مشرانو غوښتي چې له «سیاسي تعاملاتو او لیدلوریو» پرته له افغانستان سره سوداګریزو چارو ته دوام ورکړي.