۸صبح، کابل: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي معینیت د دې ډلې د مشر د فرمان پر بنسټ امر کړی، چې په راتلونکې یوه اونۍ کې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د دې ډلې ټول جنګیالي باید خپل سیرتاوصورت له شریعت سره برابر کړي.
په هغه مکتوب کې چې دوې ورځې مخکې صادر شوی او چهارشنبه د مرغومي پر ۲۸ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي امنیتي معینیت د ولایتونو امنیه قوماندانیو ته امر کړی، چې د دې مکتوب د صدور له نېټې وروسته دې هغه جنګیالي چې سیرتاوصورت یې له شریعت سره سم نه وي له دندې ګوښه کړي؛ ان که تاییدي هم ولري.
په مکتوب کې راغلي، چې د طالبانو د مشرتابه د فرمان له مخې د دې ډلې جنګیالي اړ دي چې خپل وېښتان لنډ او خپل سیرتاوصورت له شریعت سره برابر کړي.
په دې مکتوب کې همداراز ویل شوي، هغه جنګیالي چې تاییدي وړاندې کوي، باید په خپلو اسنادو کې هغه انځورونه ولګوي چې وېښتان یې پکې لنډ او اصلاح شوي وي او که داسې نه وي اسناد یې دې رد شي.
د طالبانو مشر د دغه فرمان د تطبیق مسوولیت د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معینیت ته سپارلی دی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دې ډلې د جنګیالیو پر جامو او څېرې تل د خلکو له خوا نیوکې شوې دي.