۸صبح، کابل: تمه ده د روسیې په ګډون د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته سبا چهارشنبه د لړم پر پنځمه په تهران کې جوړه شي. دې ناسته کې طالبان بلل شوي نه دي او طالب چارواکو هم ویلي و، چې دې ناسته کې ګډون نه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزرات ویاند ویلي، چې دغه ناسته به د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي پرانېزي او وینا به هم وکړي.
د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په تړاو ویلي: « د روسیې په ګډون د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته به په حضوري توګه جوړه شي.»
د نوموړي په خبره په دې ناسته کې به د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په حضوري توګه او د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به په انلاین توګه برخه واخلي؛ خو د دغو دوو هېوادونو استازي به په دې ناسته کې په حضوري توګه برخه واخلي.
همداراز نوموړي ویلي، چې د ځینو هېوادونو سفیران به هم په دې ناسته کې ګډون ولري.
خطیبزاده ویلي، چې د دغې ناستې څو ساعتونه به په محتوايي توګه دوام وکړي او هڅه به وشي، چې د ګاونډیو هېوادونو بیانیه په اجماع سره وشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به هم سبا دغې ناستې ته خپل پیغام راولېږي.
نوموړي زیاته کړه: «سبا به ډېر تمرکز د افغانانو د ارمانونو په پوره کولو او د دې هېواد پر راتلونکي وي. هغه څه چې افغانان له هېوادونو لکه د ایران د اسلامي جمهوري دولت څخه هیله لري، دا دی چې مرسته وکړي، ترڅو یې ارادې پلي شي. اوسمهال موږ د څلور میلیونه افغانانو کوربانه یو، یو زیات شمېر یې هغه کسان دي، چې له موږ سره خبرې کوي او خپلې هیلې بیانوي. دننه په افغانستان کې هم افغانان همدا غږ لري.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د افغانستان حکومت باید د افغانانو غوښتنې واوري، چې له دې سره کولای شي د یوې مسوولې ادارې په توګه ځان ښکاره کړي.
نوموړي زیاته کړه، طالبان دې د ټولو قومونو او مذهبونو په ګډون پراخبنسټه او پایداره دولت جوړېدو ته لاره چاره ولټوي.
له دې وړاندې د پاکستان په کوربتوب له روسیې پرته د افغانستان د ګاونډیو هېوادونه د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته په انلاین توګه جوړه شوې وه.