یادونه: «په لیکنه کې راغلي نظرونه په لیکوال پورې اړه لري او مجله یې رد یا پخلی نه کوي!»
په افغانستان کې سیاسي وضعيت ښه نه دی. د افغان سولې بهیر په اړه د بایډن په مشرۍ د امریکا دولت نوي دریځ په هېواد کې د جګړې او سولې په اړه ګونګوسې ډېرې کړې دي او هرڅه له هغو نويو پېښو خبر ورکوي چې تمه ده له طالبانو سره د سولې ډراماتیکه لوبه ګړندۍ کړي.
کابل اوس له بل هر وخته زیات د سیاسي ناکرارۍ په وضعيت کې دی. افغان حکومت، چې د امریکا – طالبانو د سولې هوکړې په اړه د بایډن ادارې د بيا ارزونې ته يې تمه و، د زلمي خلیلزاد د وېش په طرحې حيران شوی. محمد اشرف غني هغه طرحه د کاغذ یوه ټوټه او امرالله صالح د امريکا د بهرنیو چارو د وزیر ليک ته د بم، دسيسې او غوغا نوم ورکړ. په ورته وخت کې، افغان ولسمشر په دې ورځو کې د یوې حللارې په لټه کې دی چې د خلیلزاد د واک وېشلو طرحه او د امريکا حکومت نوي دریځ پروړاندې په خپل وروستي دریځ باندې ولاړ پاتې شي.
په دغه لیکنه کې هغو ټکو ته اشاره کېږي چې د ښاغلي غني ناڅاپي فکر کول او چاره سنجول څنګه په دې ترينګلي حالت کې د هغه د سیاسي بې وسۍ د درد درملنه کولی شي او د افغان سولې مذاکرات سمې لارې ته برابر کړي.
ښاغلی غنی په ۲۰۱۴ کال کې واک ته له رسېدو راهیسې هېڅکله هم دومره یوازې او بې وسه نه و پاتې شوی. دې بې وسۍ هغه او نږدې کسان يې او آن لومړی مرستیال يې، په کربلا دښته کې د امام حسين له يوازيتوب سره پرتله کړی دی.
اوس پوښتنه دا ده چې دا يوازيتوب او بې وسي له کوم ځایه شو؟ ښاغلي غني، چې ۷ کاله وړاندې یې د خپلې ولسمشرۍ لومړۍ دورې په پیل کې د مرسته کوونکو هېوادونو ملاتړ او د ناټو او امريکا پوځي ملاتړ، د نوموړي پوهې او تجربې ته د افغانانو لېوالتيا او په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټينګښت کې يې د سیمې د هېوادونو نسبي همکاري له ځان سره لرله، خو نن ځان یوازې احساسوي.
له بهرني ملاتړه ناراضه او احتمالاَ له خپلو تېروتنو پښېمانه ښاغلی غني، په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د سیاسي قدرتونو د ملاتړ جلبولو په لټه دی.
له سیاسي شخصیتونو يو هم محمد محقق ؤ چې د ښاغلي غني سره يې ترينګلې اړیکې درلودې، په دې وروستیو کې محقق له ولسمشر غني سره له جوړجاړي وروسته نوموړی د ستر سیاسي سلاکار په توګه وټاکل شو.
ښاغلي غني د کب په ۱۹مه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له مارشال دوستم سره وکتل. ښاغلی دوستم له دوو کلونو وروسته له جوزجانه کابل ته راستون شوی. د واک له مرکز څخه د نوي افغان مارشال واټن، د مجاهدینو او نورو مشرانو سره د ښاغلي غني د ترينګلو اړيکو یوه بله نښه ده. عبدالرشید دوستم چې، د ښاغلي غني د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ولسمشر لومړی مرستیال ؤ، څه موده یې په ترکیه کې په جلاوطنۍ کې تېره کړه. اوس، له څو کلونو وروسته، محمداشرف غني له مارشال دوستم سره وکتل.
ښاغلی غني چې ۷ کاله مخکې یې ځان د ولسمشرۍ لپاره د شطرنج یوازینی لوبغاړی بللی و اوس باید د لوبې پر اصولو له سره غور وکړي. د نوموړي د واکمنۍ پرمهال د طالبانو ځواک زیات، ډېر شمېر امنیتي ځواکونه قرباني شول، فساد زیات شو او د هېواد ثبات له جدي خطر سره مخامخ شو او هرڅه له ترينګلي حالت سره مخ شول.
محمد اشرف غني ۷ کاله مخکې کله چې افغانستان د نړیوالو متحدینو له مالي او پوځي ملاتړه برخمن و او د ښاغلي کرزي له اوږدې مودې کمزورې مشرۍ وروسته د افغانانو سترګې هغه ته اوښتې وې، د لاسه تللو فرصتونو د جبرانولو او د افغانانو هیلو ته د ځواب ویلو، د یووالي او پيوستون لپاره هڅو، په ملي کچه د طالبانو پرضد د جبهې پیاوړي کولو، په اغېزناکه توګه له فساد سره مبارزې، په نړیواله کچه د افغانستان دریځ د پیاوړي کولو لپاره د فعالې ډیپلوماسۍ او د واک او مشروعیت له لارې د سولې خبرو ته د ننه کېدو پرځای يې په داخلي سیالیو ولګاوه.
که د وسلهوال ځواک اعلی سرقوماندان ۷ کاله وړاندې په ملي کچه د باور فضا رامنځته کولو او د ملي پوځ ترڅنګ د طالبانو ضد جبهې په فعالولو سره يې د افغان امنیتي ځواکونو دریځ پیاوړی کړی وای، نو د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به د طالبانو له بریدونو سره نه مخامخ کېدل. ښاغلي غني د ۲۰۱۹ کال د سویس په ډاوس کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې وویل چې، واک ته د رسېدو له نېټې راهیسې ۴۵ زره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي دي. دا خورا لوړه شمېره ده. له ۲۰۱۹ کال وروسته، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو شمېر ډېر لوړ شوی دی. اوس د پوځ اعلی سر قوماندان ظاهراَ د سیاسي مشرانو په غېږ کې نيولو سره د خپلو تېروتنو لپاره د جبران لاره مومي. خو اوس ډېره ناوخته ده، د لويو فرصتونو له لاسه ورکولو سره د افغانستان د خلکو ۷ کلونه ضايع شول او د لنډمهاله حللارې په لټولو سره کوم درد نه شي دوا کېدای. خو هغه څه چې د اندېښنې وړ دي، د افغانانو لپاره ناڅرګند راتلونکی او برخليک دی.