د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي
راپور: حسیب بهش، باړه: م. ع. پ

د جګړې په ډګر کې ثبت شوې شمېرې ښیې چې په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د ورځنیو تلفاتو منځنی شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي. د جګړې موسم له پای ته رسېدو مخکې هره ورځ په منځني ډول د نښتو، هوایی بمباریو او چاودنو په پایله کې ۷۵ تنه امنیتي ځواکونه، طالبان او ملکي وګړي وژل کېږي. په دې توګه، یوازې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو ۶۴ ورځو کې، په ۳۳ ولایتونو کې نږدې ۵۰۰۰ تنه وژل شوي دي. دا شمېر په ټول تېر کال کې شاوخوا ۲۰۰۰ تنو ته رسېده.
په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان په جګړه کې د مړینې منځنۍ کچه ۵۷ تنه اټکل شوې وه. د شمېرو له مخې، سویلي حوزه، په ځانګړي توګه کندهار او هلمند ولایتونو، د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال په لومړيو کې د نښتو او تلفاتو ترټولو لوړ شمېر درلود. څه موده وړاندې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت افغان چارواکو ته په یوه لیک کې په هېواد کې د خرابېدونکي وضعیت او د طالبانو له لوري د نورو سیمو د سقوط د احتمال په اړه خبرداری ورکړی ؤ.
طالبانو د دوحې له هوکړې راهيسې په یو کلنه موده کې دا هم ویلي چې دوی د ډرون او توغندیو په ټکنالوژۍ سمبال دي او که امريکا د سولې له هوکړې سرغړونه وکړي نو په بې ساري ډول به تاوتریخوالي ته وده ورکړي. ويل کېږي چې امريکا او هغه هېوادونه چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي اوسمهال يې د سولې انتقالي حکومت رامنځته کولو لپاره هڅې ډېرې کړې دي او د همدې لپاره غواړي د ترکیې په استانبول کې غونډه جوړېږي چې د تاوتریخوالي کمولو او د سولې بهیر د ګړندي کولو لپاره زمينه برابره شي.
د پېښو، تاوتريخوالي او د وسله والو نښتو د سيمو پلټونکی بنسټ يا «ACLED» په خپلو خپرو شويو شمېرو کې ښيي چې د افغانستان جګړه په ۲۰۲۱ کال ورځ تربلې مخ په پراخېدو ده. د دغه بنسټ د شمېرو په اساس لږترلږه ۷۷۷ نښتې، چاودنې، هوایی بریدونه او تاوتریخوالي د روان زېږديز کال په لومړیو ۶۴ ورځو کې شوي دي. په دغو شمېرو کې يو زرو او ۱۵۱ نښتې، ۵۰۳ چاودنې او هوايي بريدونه، د ملکي وګړو پروړاندې د تاوتريخوالي ۱۲۱ مستقيم موارد او دوه د شخړو پېښې شاملې دي. په دې توګه په افغانستان کې د دغو تاوتريخواليو له امله څلور زره او ۸۳۴ تنه وژل شوي دي. په وژل شویو کې امنیتي ځواکونه، طالب جنګیالي او ملکي وګړي شامل دي. دا تلفات په ساړه موسم کې د جګړې ښکېلو خواو او ملکي وګړو ته اوښتي دي.
د دغو شمېرو پربنسټ، د کندهار، ننګرهار، هلمند او بلخ اوسېدونکي د روان زېږديز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د مارچ تر پنځمې پورې د ترټولو ډېرو نښتو او چاودونو شاهدان ؤ. د ټولو ۳۴ ولايتونو له جملې په ۳۳ ولايتونو کې د نښتو، هوايي بريدونو او چاودنو موردونه ثبت شوي او يوازې په پنجشير ولايت کې د روان زېږديز کال په لومړيو دوو مياشتو کې هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې. د تلفاتو د شمېرو په اساس، کندهار د يو زر او ۵۱ تنو، هلمند د ۴۹۹ تنو، ننګرهار د ۳۸۹ تنو، ارزګان د ۲۷۵ تنو، کندز د ۲۶ او بلخ د ۲۶۱تنو تلفاتو په لرلو په ترتيب د لړليک ترټولو ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
په کابل کې هم د نښتو ۲۶ موردونه، د چاودنو ۴۷ او د ملکي وګړو پروړاندې د تاوتريخوالي ۱۳ مورده ثبت شوي چې په پايله کې يې ۱۲۱ تنه وژل شوي دي.
په دغو شمېرو کې د شخړو اوه موارد هم شامل دي چې د هرات، کندهار، غزني، غور، پکتيا او پکتیکا په زندانونو کې شوي دي.
د ۲۰۲۱ کال په لومړيو ۶۴ ورځو کې د دغو شمېرو په ثبتولو سره افغانستان يو ځل بيا د وګړو لپاره د وژونکو هېوادونو د نوملړ په سر کې راغلی. په دې توګه د وژل شويو وګړو شمېر په منځني ډول هره ورځ ۷۵ تنو ته رسېږي. له افغانستان وروسته يمن د يو زر او ۲۷۸ پېښو او درې زره او ۲۳۳ وژل شويو مواردو په درلودو سره دويم او سوريه د يو زر او ۸۴۷ پېښو او يو زر او ۳۲۷ وژل شويو په لرلو سره درېيم هېواد دی. د سوريې په جګړه کې په روان زېږديز کال کې د وژنو منځنی شمېر په ورځيني ډول ۵۰ تنه او د یمن په جګړه کې شاوخوا ۲۰ تنو ته رسېږي. ويل کېږي چې اکليډ د افغانستان د جګړې دغه شمېر د ملي وزارت او طالبانو ډلې د شمېرو په اساس راټولوي او د رسنيو او د خپلې کاري ډلې لخوا له تایید وروسته په اونيز ډول ورته کوډونه ږدي او ثبتوي يې. دغه بنسټ په ټول کې د وژل شويو شمېرو يا شمېرنو په اړه راپور ورکوي او د پېښو په جزئياتو کې د ټپيانو او نيول شويو وګړو شمېر هم ترتيبوي. ويل کېږي چې اکليډ ټولې پېښې د ځانګړو کوډونو په ثبتولو، د پېښو نېټو، ځايونو او د وژل شويو شمېرو سره ثبتوي.
په تلفاتو کې لږ کموالی؛ افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د وګړو لپاره د نړۍ ترټولو وژونکی هېواد ؤ
په ۲۰۲۱ کال کې پر دغو شمېرو سربېره، افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د وګړو لپاره ترتولو وژونکی هېواد ؤ. د تېر زېږديز کال له جګړې د اکليډ ارزونې او څېړنې ښيي چې د سولې پر مذاکراتو سربېره ۲۰ زره او ۷۶۰ افغانان د نښتو، چاودنو او هوايي بريدونو له امله وژل شوي دي. دغه تلفات د شپږ زره او ۵۹۹ ثبت شویو پېښو له امله رامنځته شوي چې څلورزره او ۵۹۹ نښتې، يو زر او ۹۶۷ چاودنې او هوايي بريدونه او ۴۲۲ ملکي وګړو مخامخ د تاوتريخوالي موردونه او همداراز د شخړو ۷ مورده پکې شامل دي. په ۲۰۲۰ کال کې د تاوتريخوالي ترټولو ډېرې پېښې د هېواد په سويلي حوزه کې رامنځته شوي دي. کندهار د ۳۵۵ نښتو، ۱۹۶ چاودنو او هوايي بريدونو، پر ملکي وکړو د مخامخ تاوتريخوالي ۲۳ موردونو او په زندان کې د شخړې يو مورد په لرلو سره چې په ټول کې دوه زره او ۹۲۲ د وژلو پېښې کېږي، په ۲۰۲۰ کال کې د وګړو لپاره د هېواد ترټولو وژونکی ولایت ګڼل شوی دی. په دې نوملړ کې هلمند، ارزګان او زابل په دويم، درېيم او څلورمو درجو کې راغلي دي.
د اکليډ د شمېرو له مخې، د پنجشېر ولايت په ګډون ټول ولايتونه په ۲۰۲۰ کال کې د تاوتريخوالي شاهدان ؤ. خو په ورته وخت کې د تلفاتو هېڅ يوه پېښه د پنجشېر په ارامه ولايت کې نه ده ثبت شوې. وروسته له دې ولايته باميان د ۳۰ تنو، نورستان د ۴۷ او دايکندي د ۶۷ تنو په لرلو د وژل شويو وګړو ترټولو کمه شمېره لري. په ټول کې په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې په منځني ډول هره ورځ د وژنو شمېره ۵۷ تنو ته راکښته شوې وه. دغه شمېر په ۲۰۱۹ کال کې ۱۱۳ تنو، په ۲۰۱۸ کال کې ۱۱۷ او په ۲۰۱۶ کال کې ۹۶ تنو ته رسېدله. له ۲۰۱۶ کال راهيسې د افغانستان، سوريې او يمن د تلفاتو منځنیو شمېرو ته په کتو، ويلی شو چې افغانستان د وروستيو پنځو کلونو په څلورو کلونو کې په منځني توګه د وژل شويو کسانو ترټولو درنه شمېره لري. د جګړه ځپلو هېوادونو ترمنځ يوازې روسيې په ۲۰۱۶ کال کې د ډېرو وژل شويو وګړو منځنۍ شمېر ثبت کړی و. له هغې راهيسې په هېواد کې په ورځني ډول د وژل شويو وګړو شمېر ۱۴۴ تنو ته رسېده.
اکليد یوه نادولتي موسسه ده چې له ۱۹۹۷ کال راهیسې د پیښو او شخړو په اړه معلومات ثبتوي. دا اداره پېښه، د پېښې ډول، د پېښې نېټه، د پېښې عاملین، قربانیان او د پېښې د ځای یا موقعیت په اړه معلومات ټولوي او بيا يې په ځانګړو کوډونو سره ثبت او تحلیلوي. اکليډ دا مهال د نړۍ ۱۹۱ هېوادونه تر خپل پوښښ لاندې راوستي او له پیل راهیسې یې شاوخوا یو ميلیون شخړې مستند کړې دي. په دې کې کوچنۍ شخړې، لاریونونه او په بېلابېلو هېوادونو کې سیاسي تاوتریخوالی هم راځي.
د افغانستان د جګړې د ورځنیو تلفاتو په زیاتېدو سره امريکا په استانبول کې د بُن لومړۍ غونډې ته ورته ناستې د جوړېدو لپاره هڅې پيل کړې دي. د امريکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ولسمشر غني او د ملي پخلاینې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته په یوه لیک کې د افغان سولې بهیر په اړه يې د جو بایډن ادارې د ليدلوري په اړه وضاحت ورکړی دی. نوموړي د سولې بهیر د پايلو په اړه ټينګار کړی او د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته يې د افغانستان د ترينګلي وضعيت په اړه افغان چارواکو ته خبرداری ورکړی دی. له دې مخکې د طالبانو ډلې مرستيال سراج الدين حقاني په يوه غږيز پيغام کې خپلو جنګياليو ته ډاډ ورکړی ؤ چې که په هغه صورت کې د امريکا له لوري د دوحې هوکړه ترپښو لاندې شي نو په خپلو شته امکاناتو سره به تاوتريخوالی په بې مخینې توګه ډېر کړي. دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونو په تېرو مياشتو کې د جګړې موسم د چمتووالي په اړه څرګندونې کړې وې. په دې توګه ښايي چې د جګړې موسم ته د ننه کېدو په صورت کې به د ۲۰۲۱ زېږديز کال د لومړيو ۶۴ ورځو په پرتله په افغانستان کې د تلفاتو ورځنی شمېر څو چنده لوړ شي.