۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د کابل عیدګاه جومات ته نږدې چاودنه چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړي مړه او ټپیان شول غندلې ده.
دغه چاودنه د یکشنبې په ورځ د تلې په یوولسمه نېټه، عیدګاه جومات ته څېرمه وشوه چې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د مور د فاتحې مراسم پکې روان وو.
د ملګروملتونو سازمان د یوه ټویټ په خپرولو سره په دغه برید کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړې ده.
سربېره پر دې، ترکیې هم عیدګاه جومات ته څېرمه په پرونۍ چاودنه کې د ملګي وګړو د مړینې له امله تسلیت ویلی او زیاته کړې یې ده چې له افغانستان سره د داعش په وړاندې مبارزه کې مرسته کوي.
اخوا، د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د یکشنبې ورځې په چاودنه کې دوه ملکي کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
خو رسنیو ویلي ویلي چې په دې برید کې اته تنه مړه او شل نور ټپیان شوي دي.
تراوسه کوم کس یا ډلې ددغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو طالبان وایي چې د پېښې په تړاو یې درې تنه نیولي دي.