۸صبح، کابل: واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې د څرګندو شویو اطلاعاتو له مخې، اګسټ میاشت کې د طالبانو پر ضد د امریکا متحده ایالاتو هوايي بریدونه زیات شوي وو.
د واشنګټن پوسټ په وینا، هوايي بریدونه هغه وخت زیات شول، چې طالبانو د ځینو ولایتونو مرکزونه کلابند کړل او په پایله کې د اکسټ پر ۱۵ یې د افغانستان پلازمېنه کابل ونیوه.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، نژدې ۱۵۳ امریکايي بمونه یا توغندي په یادې میاشت کې د امریکايي جنګي او بې پیلوټه الوتکو له لوري توغول شوي وو چې دا شمېر په جولای میاشت کې ۱۸ بمونه او توغندویو ته رسېده.
د موجودو اطلاعاتو له مخې، دا بریدونه یوازې د امریکايي ځواکونو له خوا شوي وو او د افغانستان هوايي ځواکونو بریدونه نه رانغاړي.
واشنګټن پوسټ لیکي: «شمېرې ښيي چې امریکايي ځواکونو د خپلې اوږدې جګړې په وروستیو ورځو کې له دې جګړې سره څنګه لاس و ګرېوان و ځکه د ځمکې وضعیت ناهیلی کېده تر څو د متحده ایالاتو په لاس روزل شوي افغان ځواکونه پر طالبانو برلاسي شي.»
د پنټاګون ویاند جان کربي ويلي، چې د اګسټ په پای کې د شاته تګ تر پشپړاوی وروسته هېڅ هوايي برید پر افغانستان نه دی شوی. د هغه په وینا، پنټاګون به د سیمې د هوايي بریدونو په اړه خپل نظارت روان ساتي. نوموري زیاته کړه، د هوايي بریدونو جزیات چې تر دې مخکې د دوحې د هوکړې پر اساس درېدلي و، له سره پیلېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي و، چې په افغانستان کې پاتې سرتېري به د ځان دفاع وکړای شي خو هغوی به د افغان متحدانو د ملاتړ لپاره محدود بریدونو ته ادامه ورکوي.