امریکا ویلي دي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان هغه غوښتنه چې د اسلامي جمهوریت پر چارواکو لګول شوي بندیزونه وځنډوي رد کړي او دغه ایراني ډیپلوماټ ته یې واشنګټن ته د سفر اجازه نه ده ورکړې.
فرانس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د سپټمبر ۲۵مه راپور ورکړی چې حسین امیرعبداللهیان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې تر غونډې وروسته غوښتل چې واشنګټن ته سفر وکړي او د ایران ګټو د ساتنې له دفتر څخه لیدنه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د دې خبر په غبرګون کې خبریالانو ته وویل: «دوی دا غوښتنه کړې او د بهرنیو چارو وزارت رد کړې ده. موږ مکلف یو چې ایراني او د بهرنیو دولتونو نورو چارواکو ته اجازه ورکړو، څو د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر وکړي. خو نه شو کولای چې هغوی ته اجازه ورکړو، څو واشنګټن ډي سي ته سفر وکړي.»
هغه زیاته کړې: «د ایران له لورې د امریکایي وګړو غیرقانوني نیونې او له ترهګرۍ څخه د ایران ملاتړ ته په پام سره، موږ باور لرو چې دې غوښتنې ته ځواب ویل په اوس وخت کې مناسب یا اړین نه ښکاري.»
تهران تېره اوونۍ پنځه امریکايي وګړي له بنده خوشې کړل او له کلونو وروسته یې هغوی ته اجازه ورکړه چې له ایرانه ووځي.
له بلې خوا امریکا اجازه ورکړې چې په جنوبي کوریا کې د ایران شپږ میلیارډه ډالره پیسې ازادې او د قطر حساب ته انتقال شي.