۸صبح، زابل: زابل کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په راکړو ورکړو کې د کلدارو کارول زیات شوي دي.
زابل کې ځایي سرچینې سه شنبه د چنګاښ پر ۷ وایي، چې طالبانو په ظاهري توګه په ورځنیو راکړو ورکړو کې د بهرنیو پیسو کارول منع کړي؛ خو په عمل کې په زابل ولایت کې د بهرنیو پیسو په ځانګړې توګه د کلدارو کارول تر بل هر وخته ډېر شوي دي.
سرچینې وایي، چې د طالبانو ډېری کورنۍ په پاکستان کې اوسېدې او هغوی زابل ته له راستنېدو وروسته خپلې راکړې ورکړې په کلدارو کوي.
طالبانو د هېواد په کورنیو بازارونو کې د بهرنیو پیسو کارول منع کړي؛ خو داسې برېښې چې دغه کار تر ډېره تبلیغاتي و.