د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران سپاهپاسداران د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې د دوو غبرګو چاودنو له امله لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه چاودنې د چهارشنبې ورځ، د جنورۍ په ۳مه کرمان ښار کې د قاسم سلیماني مقبرې ته څېرمه شوې دي.
د راپورونو له مخې په دغو مراسمو کې چاودنې لسګونه نور ټپیان کړي دي.
نن په سلګونو ایرانیان د سلیماني د تلین په مراسمو کې راټول شوي وو.
په ورته وخت کې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د هدیرې پر سړک د ګازو څو بالونونه چاودیدلي او چارواکي د وضعیت څارنه کوي.
يوه ځايي چارواکي ویلي: «تر اوسه څرګنده نه ده چې چاودنه د ګازو له امله شوې که د تروريستي بريد.»
د راپورونو له مخې امبولانسونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
د یادونې وړ ده چې قاسم سلیماني په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې د حماس یو جګپوړی مشر صالح العاروري هم پرون د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.