۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار مرکز جلالاباد کې نن چهارشنبه د وږي/سنبلې پر يوديرشمه سهار مهال د يوه وسلوال بريد په پايله کې درې تنه وژل شوي دي.
دا پېښه د جلالاباد ښار اړوند کابل اډې ته څېرمه سرحدي لېوا سره شوې ده.
عيني شاهدان وايي، په دغې پېښه کې دوه طالبان او يو عام وګړی وژل شوی دی.
ويل شوي، وسلوال يوې ریکشا(زرنج) کې ناست ول، چې بريد يې وکړ او له بريد وروسته يې پښې سپکې کړې دي.
طالبان پېښه مني، خو د خپلو کسانو د وژلو پخلی نه کوي.