۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې ميشل باشلې ويلي، ښځې په تدريجي توګه له ټولنيز ژوند څخه حذف شوي او په ډېرو کاري برخو کې له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو شپږاويايمه عمومي ناسته چې د سهشنبې پر ورځ د وږي/سنبلې پر ديرشمه وشوه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې ميشل پاشلې وويل، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو له وضعشويو محدويتونه ښکاري، چې په ۹۰ لسیزه کې د طالبانو د رژيم د بېرته راستنېدو خطر شته.
نوموړې ويلي، که څه هم طالبانو ملګرو ملتونو ته په استول شوي ليک کې د دين او فرهنګ مطابق د ښځو او نجونو پر حقونو ټينګار کړی، خو کړنې يې له ژمنو سره په ټکر کې دي.
باشلې ويلي، په ښځو پورې اړوندې ادارې لغو، په ځينو ځايونو کې له محرم پرته د هغوې شتون منع او په کاري برخو کې هم پرې محدوديتونه وضع شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کميشنرې خبرداری ورکړی، له عمومي فضا څخه د ښځو محرومېدل او همدارنګه ځينې وضع شوي محدوديتونه به ښځو او کورنيو ته ناوړه پایلې ولري.
د نوموړې په خبره، هغه کورنۍ چې ښځې يې سرپرستي کوي، نور نه شي کولای کار وکړي او له خطر سره مخ دي.
باشلې ويلي، طالبانو ښځو پورې اړوندې ادارې له منځه وړې او حساسو قضيو ته يې لاسرسی پیدا کړی، چې دغه ادارې له ګواښ سره مخ کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کميشنرې په خبره، په ټولنيز ژوند کې بايد د ښځو ګډون تضمين شي او په تصمیمنيونه او مدني چاپيريال کې بايد له سړيو سره څنګ کې معناداره ګډون ولري.
نوموړې زياته کړې: «ښځې بايد په آزاده او له محدوديته پرته پرمخ لاړې شي. ژوند يې له جنسي ځورونې پرته او ورزش او فرهنګي ژوند ته يې لاسرسی په پام کې ونيول شي.»
هغې ويلي، د افغان ښځو له حقونو بايد ملاتړ او دفاع وشي، ملګري ملتونو او نور هېوادونه دې د دغو الزاماتو د رعايت او عدالت په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي.





