د ډبرو سکرو درې کان کيندونکي چې د دايکندي ولايت اوسېدونکي وو، د سمنګان ولايت دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله مړه شوي دي.
د سمنګان والي، داوود کلکاني له ۸صبح سره په خبرو کې وويل چې دغه کان د سمنګان دره صوف بالا ولسوالۍ په شباشک سيمه کې موقعيت درلود او د مرغومي په ۱۱مه ونړېد.
د سمنګان والي د معلوماتو په اساس، د دې پېښې په پايله کې درې مړه شوي کسان د دایکندي ولايت اوسېدونکي وو.
د سمنګان والي وويل چې د ډبرو سکرو دغه کان د «حاجي حيدر» په نوم يوه شخص پورې تړاو لري او له دې کان څخه په ناقانونه توګه د ډبرو سکاره ایستل کېدل. تر دې دمه د دغه کان د نړېدو لامل نه دی څرګند شوی.
له دې وړاندې هم د سمنګان ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې ورته پېښې شوې دي.
په دغه ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو ډېر کانونه موجود دي او ډېری د ډبرو سکاره د خلکو له خوا په غيرمسلکي توګه ايستل کېږي.
د يادونې وړ ده چې د روان کال په غبرګولي مياشت کې هم د شباشک په سيمه کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې چاودنې ځاني تلفات لرل.