۸صبح، جلال آباد: د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ناپېژانده وسله والو په ډزو کې، د یوه خبریال سیدمعروف سادات په ګډون درې تنه ووژل شول.
دا پېښه د شنبې په ماښام د جلال آباد ښار د پينځمې ناحیې اړوند سیمه کې وشوه.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رپوټ ورکړی چې سادات د خپل یوه دوست په موټر کې کور ته روان و چې ناپېژانده وسله والو له یوه ریکشا پر هغه ډزې وکړې. ددغه رپوټ له مخې، د سیدمعروف سادات خپلوان د طالبانو غړي وو.
دغې کمیټې ویلي چې په دې پېښه کې د طالبانو ډلې دوه غړي هم وژل شوي دي. همداراز د سادات زوی او یو بل ملکي وګړی په دې برید کې ټپي شوی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له طالبانو غوښتي چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي. ددې پېښې مسوولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.
په ننګرهار ولایت کې په دې وروستیو کې د داعش ډلې له خوا بریدونه شوي دي. دغې ډلې په نوموړي ولایت کې پر طالبانو بریدونه کړي دي. طالبان د داعش پرخلاف د جدي مبارزې خبر ورکوي.