د طالبانو تر کنټرول لاندې پوهنې وزارت په کابل ښار کې د ښوونیزو مرکزونو مسوولان د یو ژمنلیک لاسلیکولو ته اړ کړي. د دغه ژمنلیک له مخې، له دې وروسته ښوونیز مرکزونه اجازه نه لري چې له شپږم ټولګي پورته نجونې د زدهکړو لپاره ومني او دغه راز، په دغو مرکزونو کې به کوچنیو نجونو ته د ښځينه ښوونکو له خوا درس ورکول کېږي. د طالبانو پوهنې وزارت بیا له دغه ژمنلیکه د ښوونیزو مرکزونو د مسوولانو «سرغړاوی» «جرم» بللی دی. ورته مهال، د یو شمېر ښوونیزو مرکزونو مسوولان بیا پر زدهکوونکو نجونو د محدودیتونو سختېدل اندېښمنوونکي بولي او په وینا یې، که دا بهیر دوام وکړي ښايي په هېواد کې ډېر شمېر ښوونیز مرکزونه وتړل شي. بل پلوه، یو شمېر زدهکوونکې نجونې وايي چې زدهکړه یې بشري او بنسټيز حق دی او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې پر مخ یې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي.
طالبانو په هېواد کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لګولو په دوام په کابل ښار کې د ښوونیزو مرکزونو مسوولانو څخه جبري ژمنه اخیستې، څو ښوونیزو مرکزونو کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو مخنیوی وکړي.
په دغه ژمنلیک کې چې یوه کاپي ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلې، راغلي چې هېڅ ښوونیز مرکز له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدهکړې اجازه نه لري. د دغه ژمنلیک پر بنسټ، له شپږم ټولګي ښکته نجونو ته دې د ښځينه ښوونکو له خوا درس ورکړل شي. په ژمنلیک کې ټينګار شوی چې له دغه امر څخه سرغړونه د منلو نه ده او نه منل یې «جرم» دی.
په کابل ښار کې د یو ښوونیز مرکز مسوول چې د امنیتي ستونزو له کبله نه غواړي نوم یې خپور شوي، وايي چې دا ژمنلیک د تېرې اوونۍ په وروستیو کې ټولو ښوونیزو مرکزونو ته لېږل شوی دی. د نوموړي په خبره، د کابل ښار په ښوونیزو مرکزونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر زدهکړو بندیز په درېیو پړاونو کې صادر شوی دی.
سرچینه وايي چې په لومړي پړاو کې طالب مسوولانو د ښوونیزو مرکزونو مسوولانو ته د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې په وروستیو کې په شفاهي ډول وویل چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدهکړو اجازه نه لري. په دویم پړاو کې د پوهنې وزارت یو پلاوي د طالبانو د امنیتي حوزو چارواکو په ملتیا په کابل کې یو شمېر ښوونیز مرکزونه چې له شپږم ټولګي پورته نجونو پکې زدهکړې کولاې، مهرولاک کړل.
په درېیم پړاو کې یې بیا دا ژمنلیک ټولو ښوونیزو مرکزونو ته لېږل شوی او په رسمي ډول یې په دغو ښوونیزو مرکزونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه.
سرچینه زیاتوي: « که څه هم په دوو لومړیو پړاونو کې طالبانو خبرداری ورکړی و؛ خو یو شمېر ښوونیزو مرکزونو په پټه نجونو ته زدهکړې ورکولای، ځکه له شپږم ټولګي پورته نجونو ټولګي له هلکانو بېل و. دغه راز زموږ ښوونکي هم ښځې وې.»
سرچینه وايي: «اوس ښکاره شوه چې طالبان له نجونو او ښځو سره ذاتي ستونزه لري او نه غواړي زدهکړې وکړي. دا ځل اړوندو حوزو راڅخه ژمنه واخیسته، که سرغړونه وکړو، نیول کېږو، وهل ټکول کېږو او سپکاوی مو کېږي؛ ځکه موږ ته یې یادونه کړې چې په جدي ډول یې تر څار لاندې یو.»
احمد (مستعار نوم) د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې په اړوند سیمه د یو ښوونیز مرکز مسوول دی. نوموړی وايي چې د طالبانو وروستۍ کړنه د دې لامل شوه چې په خبره یې، د خپل ښوونیز مرکز دروازه وتړي.
احمد زیاتوي: «طالبانو د دغه صادر شوي ژمنلیک خلاف، یو شمېر رسنیو ته له دې امره انکار کړی، په داسې حال کې چې زموږ پر وړاندې ودرېدل او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې سپکې سپورې وویلې او ګومان یې کاوه چې د دې ډلې غړي له ښځې نه وي زېږدلي.»
د خصوصي ښوونیز مرکز دا مسوول وايي: «ما مې خپل ښوونیز مرکز د طالبانو د دغه ګام په غبرګون کې وتاړه. ځکه ما مې خپلو ښوونکو او زدهکوونکو ته نه شوای ویلي چې نور مه راځئ. که نن د دغې پرېکړې پر وړاندې غلي پاتې شو، سبا به قانوني بڼه خپله کړي.»
احمد خبرداری ورکړ چې د طالبانو له خوا د دا ډول پرېکړو دوام سره به په هېواد کې د ډېرو ښوونیز مرکزونو دروازې وتړل شي.
بل پلوه، یو شمېر زدهکوونکې نجونې وايي چې زدهکړه یې بنسټيز او بشري حق دی او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې په سملاسي ډول یې پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي.
نرګس محمدي د کابل ښار په یو ښوونځي کې د لسم ټولګي زدهکوونکې ده. نوموړې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «طالبانو افغانستان موږ ته پر هدیرې بدل کړی دی. تر کومه یې وزغمو. هره ورځ یو نوی بندیز لګوي او څوک نه شته چې مخه یې ونیسي. زدهکړه مو حق دی.»
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېد وروسته له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګېد. کارپوهان وايي چې طالبان پر ښځو او نجونو د فشار لګولو له لارې غواړي چې په خبره یې، هغوی د ټولنې له ټولو برخو څنډې ته کړي.