۸صبح، نیمروز: سرچینې وايي چې د ایران او پاکستان په پوله کې ماین چاودنې، د دوو افغانانو ژوند اخیستی او درې نور یې ټپيان کړي دي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، شنبه د سلواغې پر ۱۴مه هغه مهال چې دغو افغانانو غوښتل په ناقانونه توګه ایران ته واوړي، موټر یې د پاکستان او ایران په پوله کې پر ځای پرځای شوي ماین برابر شوی دی.
سرچینو د دوو افغانانو د وژل کېدو او د درېیو نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.
له بلې خوا، ځينې سرچینې وايي چې ښايي د تلفاتو شمېر ډېر شي.
ورته مهال، یوې باوري سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د ایران، پاکستان او افغانستان ترمنځ پولو په ځينو برخو کې د ایران له لوري دغه هېواد ته د ناقانونه کډوالو د دننه کېدو د مخنیوي موخه ماینونه خښ کړل شوي دي.
ایران تر اوسه د دې ادعا په دې اړه څه ویلي نه دي.
د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ځینې کسان د اقتصادي او امنیتي ستونزو له کبله له قانوني او ناقانونه لارو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې ډول ایران ته مخه کړې ده.
پر ناقانونه لارو تګ وخت ناوخت د کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.