۸صبح، نیمروز: سرچینې وايي چې پر پناهغوښتونکو د ایراني پولهساتو ځواکونو د ډزو په پاېله کې اته افغانان ټپيان شوي دي.
سرچینو چهارشنبه د کب پر ۱۶مه ویلي، یوه ډله افغانانو چې غوښتل یې په قاچاقي ډول ایران ته واوړي، د سیستان او بلوچستان ولایت په سراوان ولسوالۍ کې د ایراني پولهساتو تر برید لاندې راغلي دي.
د سرچینو په خبره، دا پناهغوښتونکي د هرات اوسېدونکي و.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر کسان د امنیتي او اقتصادي ستونزو له کبله په ناقانونه یا قانوني لارو ایران او ترکیې ته ځي.
ایران دغه هېواد ته د پناهغوښتونکو د مخنیوي په موخه په پوله کې ماینونه خښ کړي دي.