۸صبح، پکتیا: په پکتيا کې سيمهييزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د تېرو جګړو پاتې شونو د چاودنې له کبله دوه ماشومان مړه او څلور نور ټپيان دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دغه پېښه شنبه، د کب پر ۱۲مه د پکتیا ولایت په جانيخېلو ولسوالۍ کې شوې ده.
د دې پېښې قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
دا چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومانو له بهره خپل کور ته ناچاودېدونکي توکي وړي او لوبې یې پرې کړي دي.
طالبانو هم د دغې پېښې پخلی کړی دی.
په تېرو څو لسيزو کې د کورنيو او چريکي جګړو پر مهال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې زرګونه بمونه ښخ شوي او بېلابېلو سيمو کې په زياته کچه ناچاودېدونکي توکي پاتې شوي دي.
د بمونو اېښودل او همداراز په کور دننه د لاسي بمونو کارول په تېرو ۲۰ کلونو کې د جګړې اصلي اړخ په توګه د طالبانو یو له مهمو جنګي تخنیکونو څخه ګڼل کېږي.
طالب چارواکو واک ته له راستنېدو وروسته، د بمونو اېښودلو لپاره د خپلو کسانو ستاینه کړې او دا یې د درناوي وړ مهارت بللی دی.