۸صبح، کابل: د طالبانو د دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد او لوی درستیز قطر ته تللي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي یکشنبه د کب پر ۱۳مه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دې سفر کې له مجاهد سره د دغې ډلې لوی درستیز فصیحالدین فطرت هم دی.
نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو دا دوه لوړپوړي چارواکي به د دې سفر په لړ کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.
هغه یادونه کړې چې مجاهد او فطرت به د دغه هېواد د «دیمدیکس دفاعي» نندارتون کې هم ګډون وکړي.
محمدیعقوب مجاهد پروسږکال هم قطر ته سفر کړی و.
د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دا ډله له قطر سره نږدې اړیکې لري.