۸صبح، کابل: د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې له دغه هېواده د ناقانونه کډوالو د وتلو له ټاکل شوي ضربالاجل سره سم تراوسه ۸۶ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
اېکسپرېس ټریبیون د دوشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۸ مه خبر ورکړ چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۹ کورنۍ له ۱۷۴ لاریو کې افغانستان ته ستنې شوې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، سبا (سېشنبه، لړم ۷مه) له پاکستانه د غیرقانوني کډوالو د وتلو وروستۍ ورځ ده.
په دې راپور کې راغلي چې حکومت به پر خپلې پالیسۍ ولاړ وي او خپل هېواد ته په داوطلبانه ډول د ستنېدونکو د مودې غځولو په اړه به پرېکړه وکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو موقت وزیر سرفراز بوګټي ویلي، ټول غیرقانوني افغان کډوال به په دوو پړاوونو کې وویستل شي.
په لومړي پړاو کې به هغه پناه غوښتونکي چې د استوګنې او سفر اسناد نه لري، اېستل کېږي او په دویم پړاو کې به هغه پناه غوښتونکي چې د پاکستان د حکومت پېژندنې کارټ (POR) او د ملګرو ملتونو د ثبت اسناد ولري، اېستل کېږي.