په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د دغه هېواد د ځینو عامو خلکو له ناوړه چلنده شکایت کوي. دوی وايي، چې د پاکستاني پولیسو د نامناسب چلند ترڅنګ د کډوالو پر وړاندې د دغه هېواد د عامو وګړو چلند هم بدل شوی دی. په پاکستان کې ګڼ افغان کډوال ادعا کوي چې هره ورځ د پاکستانیانو له لوري له توهین او سپکاوي سره مخ کیږي.
د طالبانو لاس ته د افغانستان له لوېدو وروسته زرګونه هېوادوالو د خپلې کډوالۍ د دوسیو د پړاوونو د ترسره کېدو لپاره پاکستان ته پناه یوړه. په پاکستان کې یو شمېر مېشت افغانان وايي چې د پاکستاني پولیسو د ناسم چلند تر څنګ اوس د دغه هېواد عام وګړي هم له کډوالو سره له تبعیضه ډک چلند کوي.
د پلازمینې اسلام آباد په G-9کې یو افغان کډوال اسدالله ( مستعار نوم) وایي ډېر کله ورسره هټیوال او حتی موټر چلوونکي بد چلند کوي، هټۍوال پرې سودا نه پلوري او باور پرې نه کوي.
دی زیاتوي: « زه چې ماشومان سودا پسې ولېږم، دوکانداران پاتې پیسې نه ورکوي، بیا زه خپله ورشم، دا زموږ د کوڅې او شاوخوا سیمو کیسه ده، داسې هم شوي چې ډېری وختونه موټر چلوونکي له بدو اخلاقو کار اخلي، موږ افغانانو ته د نمک حرامو خطاب کوي.»
اجمل یو بل افغا کډوال دی چې له تبعیضي چلند سره مخ شوی دی. هغه چې د خیبر پښتونخوا پېښور اړوند په « نمک منډيي» کې هټۍ لري، وايي شاوخوا خلک يې له سپکاوي د ډکې ژبې په کارولو سره «مهاجر» بولي. دی زیاتوي: « دلته ټول ما ته په سپکه ژبه د مهاجر نارې وهي، دا وضعيت سخت دی، زغم يې نه لرو، له موږ سره عادي خلک هم بد چلند کوي»
نگاره چې تازه افغانستان له پاکستانه افغانستان ته راغلې، وایي چې په دغه هېواد کې د کډوالۍ ډېرې ترخې تجربې لري. هغه زیاتوي، « لا هغه وخت چې د کډوالو د اېستلو خبره نه وه، پاکستانیانو له موږ سره ښه چلند نه درلود، زموږ ماشومان یې په مکتب کې نه نیول، بهانې یې کولې خو هغه وخت چې د مهاجرو د اېستلو خبره شوه، نو د دوی رويه له موږ سره بیخي بدله شوه»
مېرمن نګاره ادعا کوي چې پاکستاني پولیسو د دوی د جبري اېستلو پرمهال د دوی د کور وسايل او پيسې واخيستې او دوی یې افغانستان ته راواړول. تر دې وړاندې هم په پاکستان کې لسګونه افغان کډوالو ادعا کړې چې د دغه هېواد پولیس د پوښتنو ګروېږنو په پلمه د دوی نغدې پیسې او ګاڼې له ځانه سره وړي.
له بلې خوا په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې د افغانستان د کرېکېټ د ملي لوبډلې پر وړاندې د پاکستان د ملي لوبډلې له ماتې وروسته د دوی پر وړاندې د دغه هېواد د عادي وګړو چلند خراب شوی دی. د دوی په وینا کله چې د افغانستان د کرېکېټ لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو کې د پاکستان کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه، د دغه هېواد وګړو له کډوالو سره ناسم چلند کاوه.
جاوید له تېرو شلو کلونو اسلاماباد کې اوسیږي، دی وايي، د افغانستان له لوري د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې تر ماتولو وروسته خپلو ګاونډیانو چې کلونه کلونه یې له دوی سره یو ځای تېر کړي وو، بد چلند پیل کړ. د ده په وینا، د دغې لوبې پایلې له افغانانو سره د پاکستان د خلکو پر چلند مستقیم اغېز درلود.
هغه وايي:« کله چې ورلډکپ کې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه، زموږ خپل ګاونډیان چې د لاهور وو، له موږ سره یې رویه بدله کړه، حتی سلام یې هم نه کاوه، هغوی به موږ ته ویل، تاسو تروریستان یاست، تاسو ته کله څوک ځای درکوي، خپل وطن مو وران کړ، نورو وطنونو ته راغلئ، اوس دا هم ورانوئ.» جاوېد وړاندې وايي، د داسې حالت په لیدو یې په ريښتیا د بېوطنۍ احساس وکړ. د نوموړي په وینا د یوه مشروع نظام نشتوالی د دې لامل شوی دی چې افغانان په بهر کې ښه اعتبار ونه لري.
بلخوا ازاد خبریال طاهرخان په پاکستان کې د ناامنیو ډېرښت او په یاد هېواد کې اقتصادي ستونزې هغه موارد بولي چې په اساس یې افغانان له دغه هېواده اېستل کیږي. د هغه په وينا، د پاکستان حکومت اندېښنه لري، چې کډوال به د دغه هېواد د ګټو پر ضد وکارول شي.
تېر کال د پاکستان لنډمهالي حکومت تر هغې وروسته د افغان کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړ چې ادعا یې وکړه، د دغه هېواد په ناامنیو کې یو شمېر افغانان لاس لري. یوازې د تېر کال په ژمي کې تر ۵۰۰ زرو ډېر کډوال افغانستان ته راواړول شول.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغان کډوالو پر وړاندې د یو شمېر ایرانيانو چلند هم غبرګونونه راپارولې دي.
ښاغلی جاوید وايي: «کله چې افغانستان په نړیوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړه، زموږ د ګاونډیانو چې له لاهور څخه دي، چلند بدل شو. هغوی سلام هم ونه ویل او ویې ویل چې ته ترهګر یې، ستا لپاره هیڅ ځای نشته، تا خپل وطن وران کړ او اوس د نورو د وطن د ورانولو لپاره راغلی یې.» هغه وايي، چې د يوه مشروع نظام نشتوالى د دې لامل شوى، چې د هېواد اتباع په بهر کې ښه شهرت ونه لري.
ورته مهال، د پاکستان ازاد خبریال طاهر خان وايي، له هغه هېواده د افغان مهاجرینو ایستل د اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله دي.
تېرکال د پاکستان لنډمهالي وروسته له هغې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ چې ادعا یې وکړه، د دغه هېواد په ناامنیو کې یو شمېر افغانان لاس لري. یوازې د تېرکال په ژمي کې تر ۵۰۰ زره ډېر کډوال افغانستان ته شړل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر ایرانيانو د افغان کډوالو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.