د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې دوو تنو چې په ملا پورې يې چرس تړلي ؤ نیول شوي دي.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو دغه دوه تنه يې د چرسو د قاچاق په تور نیولي دي.
د دې ولایت امنیه قوماندانۍ وايي، نیول شوو کسانو په ملا پورې ۱۸ کیلو ګرامه چرس تړلي ؤ، چې غوښتل يې د پلور په موخه يې ولېږدوي.د
د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، دا کسان امنیتي پولیسو د جلال اباد ښار اومې حوزې په مربوطاتو کې نیولي دي.