• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د افغانستان سل کلن تاریخ؛ سل کاله په اخ او ډب کې

شوکت الله عابد

شوکت الله عابد شوکت الله عابد
۱۵ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ - ۶ جولای ۲۰۲۱ [t_time:1625552487]

یادونه: «په لیکنه کې راغلي نظرونه په لیکوال پورې اړه لري او مجله یې رد یا پخلی نه کوي!»

شاوخوا سل کاله وړاندې بریتانیا «انګلیس» پر افغانستان د صوبه سرحد له لارې یرغل وکړ او افغانستان ته دننه شو او له څو میاشتو جګړو ورورسته یې اوربند وکړ.

له بهرنیو او کورنیو دسیسو وروسته افغان پاچا غازي امان الله خان په ۱۹۱۹زېږدیز کال کې د افغانستان خپلواکي اعلان او د خپلواکۍ له امله ولس او حکومت د ځان ملاتړی کړ.

پر مترقي او شعوري ملي شخصیت غازي امان الله خان حبیب الله کلکاني د اسلام پالنې په نوم پاڅون او بغاوت وکړ او د انګرېز په مرسته واک ته ورسېد او تر نهو میاشتو اړ او دوړ وروسته د سپه سالار نادرشاه په وسیله له واکه لرې او د ولس په ټینګار نادرشاه واکمن شو. نوموړی څه باندې څلور کاله وروسته پر زده کوونکو د ډالیو د وېشلو پر مهال ووژل شو او بیا یې نولس کلن زوی محمد ظاهر شاه واکمن شو، خو څلوېښت کاله وروسته یې د تره زوی سردار محمد داود پرې سپینه کودتا وکړه او د لومړي ځل لپاره یې جمهوریت اعلان کړ.

 وروسته پر جمهور رئیس محمد دادود خان کمونیستانو کودتا وکړه او د کورنۍ ۱۷ تنه غړو سر ه يې په شهادت ورسوه او د نور محمد ترکي په مشرۍ د خلق دیموکراتیک حکومت اعلان شو. له دسیسو جوړولو وروسته ترکی له واکه لرې او حفیظ الله امین د سلو ورځو لپاره مشر شو چې لنډه موده وروسته یې ترکی هم خوندي کړ، خو وروس د حفیظ الله امین هغه ګستاخي چې د دوی سفیر یې په افغانستان کې په څپېړه وهلی ؤ ونشوه زغملی او نېغ په نېغه یې په لومړیو کې یو نیم لک پوځ د امو له پولو راواوښت او پوخ انقلابي انسان چې خوله یې د لېنن په دوردونو نه ستړې کېده له ځان سره راوست او د کابل پر زړه یې د پرچم تر توغ لاندې پر ګدۍ کښېناوه.

 کارمل د هېواد پر سیاست او ډیپلوماسۍ، اقتصاد، فرهنګ او نورو دولتي ملي شاخصونو او محورونو خپل اغېز ثابت کړ. روسي پوځ په افغانستان کې کابو ۱۰ کاله پاتې شو او په همدې لړ کې د وخت وروستی جمهور رئیس ډاکتر نحیب الله واکمن ؤ چې شهنواز تڼي پرې ناکامه کودتاه وکړه. ډاکټر نجیب د ملګرو ملتونو د پروتوکول له مخې له واکه لرې او ځای یې مجاهدینو ډک کړ چې لومړی واکمن یې صبغت الله مجددي ؤ. مجددي دوه میاشتې واکمني وکړه او تر هغې وروسته برهان الدین رباني راغی چې درې ځلې یې واکمني تمدید کړه، خو د دوی له راتګ سره سم هېواد د کورنیو جګړو په اور کې داسې وسوه چې په زرګونو انسانان مړه او معیوب او په میلیونونو کډوالۍ ته اړ شول او دا چې څومره بې عزتي او مادي زیان واوښت د هغې حساب نه ؤ معلوم.

د کورنیو جګړو او فجایعو له امله طالبان را پورته او په دریو میاشتو کې یې پر پلازمېنې سربېره تر نیمایي زیاته خاوره په واک کې راوسته او کابو ۷ کاله یې د افغانستان پر پنځه نوي سلنه خاوره واکمني وکړه چې بالاخره د اسامه بن‌لادن له امله یې د سپټمبر تر پېښې وروسته نظام ړنګ او ولسمشر حامد کرزي لنډ مهاله، منځ‌مهاله او اوږد مهاله واکمني وکړه او بالاخره ولسمشر محمد اشرف غني د ایتلافي حکومت په رامنځته کېدلو سره دا دی د دویمې دورې واکمني يې روانه ده او ویل کېږي چې له طالبانو سره د سولې له امله یو ځل بیا موقت یا لنډمهالی حکومت رامنځته کېږي، نو دا د افغانستان یوه پېړۍ وه چې پر اخ او ډب او وژنو سربېره یې بنسټیز مسایل هم تالا ترغۍ شول، خو تمه ده چې ځینې اساسي کارونه تر دې وروسته وشي او دا چې امریکا په افغانستان کې بریالۍ وه او که د روس په برخلیک به اخته شي، وخت به یې ځواب ووايي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

طالبانو او قرغیزستان د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو خبرې وکړې
خبرونه

طالبانو او قرغیزستان د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو خبرې وکړې

۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792090808]
د یوناما راپور؛ د ښځو د ځپلو سختېدل او د خپلسرو نیونو دوام
راپورونه

د یوناما راپور؛ د ښځو د ځپلو سختېدل او د خپلسرو نیونو دوام

۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792090657]
فطرت: څه باندې ۱۰۰ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې
خبرونه

فطرت: تېره ورځ څه باندې ۶۰۰ کسان په جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي

۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792086963]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • هغه سیاست چې په میراث راپاتې دی؛ د افغانستان د سیاسي فرهنګ بیاکتنه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.