۸صبح، بدخشان: د بدخشان سیمهییزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت د سروزرو په يو کان کې له غره څخه د يوې ډبرې د راغورځېدو پېښه کې دوه کسانو ژوند بایللی او یو بل ټپي شوی دی.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه شنبه د غويي پر ۱۵مه له غرمې وروسته شاوخوا ۱:۰۰ بجه د بدخشان د نسي ولسوالۍ اړوند په «جامرچ» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د دغې پېښې قربانیان د سیمې اوسېدونکي دي.
د بدخشان طالب سیمهییزو مسوولانو تر اوسه د دې پېښې د رامنځته کېدو په هکله څه نه دي ویلي.
تر دې دمخه هم د بدخشان ولایت د سروزرو په کانونو کې دا ډول پېښې شوې وې.