۸صبح، کابل: کندوز کې ځايي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
باختر خبري اژانس نن جمعه د کب پر ۲۷ د کندوز ځايي چارواکو له قوله لیکلي، چې د دغه ولایت په امام صاحب او علي اباد ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
خلک د ترافیکي پېښو لوی لامل د موټروانانو بې احتیاطي او د سړک خرابوالی په ګوته کوي.
د یادونې وړ ده، چې دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو کچه زیاته شوې ده. تازه وړمه ورځ د سالنګ لویې لارې په اوږدو کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګژوبله واوښته.