په فراه کې پر یوه کور د وسله والو غلو په برید کې دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

۸صبح، فراه: په فراه کې ځايي سرچینې وایي، چې وسله والو غلو د استوګنې پر یوه کور په برید کې یو تن وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.

یوه باوري ځايي سرچینه ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ د سپانزوی په سیمه کې شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې کورنۍ غړي له هغې وروسته د غلو لخوا په ډزو وويشتل شول، چې کور ته يې د غلو له وراوښتو وروسته غبرګون وښود.

تر اوسه څرګنده نه ده چې غلو له ډزو وروسته، دغه کور لوټلی او که نه.

په فراه کې طالبانو پېښه تایید کړې او د هغې د عاملينو د نيولو خبر يې ورکړی دی.

په فراه ولایت کې په دې وروستیو کې وسله والې غلاوې زیاتې شوې دي. څه موده وړاندې هم په دغه ولايت کې يو ټکسي چلوونکى د غلو له خوا ووژل شو.

Back to top button