۸صبح، بغلان: په بغلان کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو پر یوه مرکز د مقاومت جبهې ځواکونو په برید کې دوه طالبان وژل شوي دي.
په بغلان کې ځایي سرچینې زیاتوي، چې دا برید شنبه د چنګاښ پر اتلسمه د اندراب درې د بنو ولسوالۍ په لغک کلي کې د طالبانو پر پوستې شوی دی.
د سرچینو په وینا، په دغه برید کې دوه طالبان وژل شوي او د دوی یو رنجر موټر سوځول شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
په تېرو درېیو ورځو کې دا درېیمه نښته ده، چې په دغو سیمو کې د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ کېږي.