۸صبح، کندهار: په کندهار کې ځایي سرچینې وایي چې دوه طالبان په دې ولایت کې په دوو جلا پېښو کې ووژل شول.
د سرچینو د مالوماتو له مخې، دغه دوه طالبان تېره ورځ د وږي په ۲۷مه وژل شوي او د پېښې عاملینو د یوه تن وسله او مهمات ورسره وړي دي.
په لومړۍ پېښه کې په پنجوايي ولسوالۍ کې یو طالب د سیمې اوسېدونکو او دغې ډلې د کسانو ترمنځ نښته کې ووژل شو.
په دوهمه پېښه کې تېره شپه ناوخته د کندهار په عینو مېنه کې وسله والو کسانو یو طالب وژلی او وسله او مهمات یې ورسره وړي ډي.
د افغانستان د آزادۍ تحریک په نوم ډلې ددې پېښې مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې د طالبانو یو رنجر یې هم ترلاسه کړی دی.
اخوا، د طالبانو ځایي مسوولین ددغو پېښو په اړه د مالوماتو ورکولو ته حاضر نه شول.
دا په داسې حال کې دي چې کابو لس ورځې مخکې، په کندهار کې د طالبانو د نهمې امنیتي حوزې د پولیسو قوماندان شفیق الله مصلح هم د ناپېژانه وسله والو په برید ووژل شو.
له دې سره په یو وخت ځایي سرچینو تایید کړې چې په یوه بله پېښه کې ددغه ښار د پینځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو طالب وژل شوی دی.