۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان دفتر یوناما په کابل کې د دوو معترضو مېرمنو له بې درکه کېدو اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د هغوی د ځای په اړه مالومات ورکړي.
یوناما، د شنبې په ورځ، د سلواغې په دوهمه نېټه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندلو سره ویلي چې د تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خیل په بې درکه کېدو اندېښنه لري.
یوناما زیاته کړې: «د ملګروملتونو سازمان د تمنا زریاب او پروانه ابراهیم خیل د ورکېدو په اړه ډېره اندېښنه لري.»
د ملګروملتونو سازمان له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو د رعایتولو په برخه کې د خپلو ژمنو د روښانه کولو لپاره، په کابل کې ددغو دوو فعالو مېرمنو د پټولو د ځای په اړه مالومات ورکړي.
دوې فعالې اعتراض کوونکې تمنا زریاب او پروانه ابراهیم خیل په پلازمینه کې د ښځو په وروستیو اعتراضونو کې، د چهارشنبې ورځې، د مرغومي د ۲۹مې نېټې له اعتراض وروسته، بې درکه شوې دي. طالب چارواکي وایي چې په دې اړه مالومات نه لري.