۸صبح، کابل: په کابل کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر مشرې دا ځل د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره په کتنه کې، د معترضو مېرمنو د بې درکه کېدو موضوع د څېړلو غوښتنه کړې ده.
د یوناما د اعلان له مخې، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان ځانګړې استازې ديبرالاینز د دوشنبې په ورځ د سلواغې په څلورمه نېټه له سراج الدین حقاني سره کتلي دي.
د یوناما په اعلامیه کې راغلي چې مېرمن لاینز په دغه کتنه کې د طالبانو له مشرتابه غوښتي چې د ورکو شویو فعالو مېرمنو موضوع چې د رپوټونو له مخې تېره اوونۍ له خپلو کورونو بې درکه شوې، وارزوي او خوشي کېدل یې تضمین کړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ملګروملتونو سازمان له چارواکو سره د سراج الدین حقاني د لیدنې په اړه اعلامیه خپره کړې، خو د معترضو مېرمنو د خوشي کولو لپاره یې له افغانستانه د ملګروملتونو سازمان د ځانګړې استازې د غوښتنې په هکله څه نه دي ویلي.
له دې مخکې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر د معترضو مېرمنو د بې درکه کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دوی د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه.
ادعا شوې چې طالبانو تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خیل په وروستیو ورځو کې له کابله او عالیه عزیزي څو میاشتې وړاندې له هراته نیولې ديږ همداراز ویل شوي چې د تمنا زریاب پریاني خویندې هم نیول شوې دي.
تمنا او پروانه د طالبانو په وړاندې د ښځو د اعتراضي غورځنګ اصلي غړې وې. د یو شمېر نورو مېرمنو د نیولو په هکله هم رپوټونه ورکړل شوي دي، خو ددغو ښځو نیول کېدل نه دي تایید شوي.