۸صبح، کابل: کابل کې د یوناما د استازولۍ دفتر یا یوناما وایي، چې افغان خبریالان د دوی پر وړاندې ستونزو په هکله زړه بوږنوونکې کیسې لري.
دغه بنسټ دوشنبه د وري پر ۲۹ په کابل کې له یوې خصوصي رسنۍ په ليدنه کې ویلي، هر اقدام چې د رسنیو د فعالیت د محدودولو لامل کېږي، باید پای ته ورسېږي.
یوناما له نړیوالې ټولنې غوښتې، چې له افغان رسنیو په ملاتړ کې پر خپلو ژمنو ودرېږي.
په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو د فعالیت په اړه د یوناما ارزونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې په تېرو درېیو ورځو کې د یو شمېر رسنیو فعالیت درېدلی او د رسنیو د فعالینو د وهلو ټکولو، شکنجې او نیولو دوې پېښې ثبت شوې دي.