۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د چارو ادارې له ځينو چارواکو سره لیدلي دي.
دا لیدنه یکشنبه د کب پر ۲۲ کابل کې د یوناما دفتر د قانون د حاکمیت برخې رییسې مونیکا مانتین او د چارو ادارې د فرهنګي برخې رییس عبدالباقي منصور ترمنځ شوې ده.
په دې لیدنه کې د اداري فساد د له منځه وړلو په هکله بحث شوی او یوناما ډاډ ورکړی، چې له افغانستان سره به په دې برخه کې همکاري وکړي.
مونیکا مانتین په دې ناسته کې ویلي: «له اداري فساد سره د مبارزې لپاره په پوره ژمنې هر ډول مرستې، همغږۍ او همکارۍ ته چتمو یو.»
عبدالباقي منصور دې ناسته کې ټينګار کړی، چې د اداري فساد کومې قضیې چې تعقیب شوې نه دي، د هېواد لویه څارنوالي به يې وارزوي.
دغه بنسټ په داسې حال کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ خبره کړې، چې په وروستیو کې د خلکو د وینا پر اساس، په ځینو برخو، په ځانګړې توګه د ولایتونو د پاسپورټ آمریتونو کې فساد تر سترګو شوی او ورسره د پاسپورټ په اخیستلو کې کمېشنکاري زیاته شوې ده.