۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وايي چې په هېواد کې د تېرو څو لسیزو جګړو څخه پاتې ناچاوده ماینونو د چاودنې له کبله نږدې ۴۵ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یومانا پنجشنبه د وري پر ۱۶مه «د ماین پاکۍ په برخه کې د ماینونو په اړه د پوهاوي او مرستې نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې لا هم ماینونه او ناچاوده توکي د وګړو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ګواښي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي له غړو هېوادونو غوښتي چې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ له پلان او د ماین پاکۍ له چارو ملاتړ وکړي.
ورته مهال، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش پر خپله اېکسپاڼه یو پیغام کې لیکلي چې ځمکني ماینونه، چاودېدونکي توکي او له جګړو پاتې ناچاوده توکي له افغانستان څخه نیولې بیا د نړۍ تر هر ګوټ پورې «مخامخ» د میلیونونو وګړو ژوند ګواښي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې: «له یوه هېواده تر بله، له یوې ټولنې تر بلې، راځئ چې په یو ځل او د تل لپاره نړۍ له دغو وسلو څخه پاکه کړو.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم ویلي چې په دغه هېواد کې د ماین چاودنو له کبله «ډېری» ملکیان په ځانګړي توګه ماشومان ژوند بایلي.
دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ په هرات او غزني کې له جګړو پاتې دوو ماینونو چاودنو له کبله ۱۱ ماشومانو ژوند بایلود.