۸صبح، کابل: د مارچ اتمې، د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت، په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) یو ځل بیا پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه وغندل.
د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا جمعه، د کب پر ۱۸مه په یوه بیان کې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو د دوام په صورت کې د افغانستان د لا انزوا کېدو د ګواښ په هکله خبرداری ورکړی او په نړۍ کې یې د دغه قشر پر پانګونې ټینګار کړی دی.
هغې وویل: «د خواشینۍ ځای دی چې په افغانستان کې دا بلکل برعکس وینو، یوه ویجاړونکې او قصدي منفي پانګهاچونه چې ښځو او نجونو ته جدي زیان رسوي او یوازې د سولې او سوکالۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي.»
نوموړې هغو بندیزونو ته اشاره کړې چې طالبانو د واک له تر لاسه کېدو وروسته پر ښځو او نجونو لګولي او د دې ډلې په خوښه د حجاب د نه رعایت په پلمه یې ښځو ځپلو په هکله اندېښنه ښودلې ده.
یوناما په خپله بیانیه کې لیکلي چې د طالبانو دا کړنه ښځې د خپلسري نیولو د ویرې له کبله لا انزوا ته بیايي.
دغه سازمان د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې الیسون ډیویډیان له قوله هم ویلي: «فضا له اندېښنو سره د افغان ښځو او نجونو لپاره د تنګېدو په حال کې ده او او دا د جګړې، بېزلۍ او انزوا له ویجاړونکې دورې څخه د خلاصون لپاره د افغانستان راتلونکي د پام وړ کمزورتیا لامل کېږي.
هغې ټینګار کړی چې د افغان ښځو او نجونو وضعیت باید د نړۍوالو اندېښنو او کړنو په مرکز کې وي.
د یوناما په بیانیه کې راغلي چې د طالبانو له لوري لګول شوي بندیزونه د بشري حقونو له هغو ژمنو سره په ټکر کې دي چې افغانستان یې غړیتوب لري.
نن د جمعې ورځ د مارچ له اتمې سره برابره ده چې د ښځو نړۍواله ورځ ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپل واک په دوه نيمو کلونو کې په هېواد کې د ښځو پر ازادۍ، زدهکړو، او کار سخت بندیزونه لګولي؛ خو ادعا کوي چې د اسلامي شريعت له اصولو سره سم د ښځو حقونه خوندي شوي دي.