۸صبح، غور: په غور کې ځايي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يو طالب قاضي او د هغه ۱۰ کلنه لور د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري وژل شوي دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا پېښه جمعه د وري پر ۳مه سهار شاوخوا ۵:۰۰ بجې د فیروزکوه ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند د «فامیليها» په سیمه کې د دغه طالب چارواکي په کور کې شوې ده.
وژل شوی کس جمعه امیني نومېده او په غور ولایت کې د طالبانو محکمې د عامه امنیت څانګې مفتي و.
ناپېژاندو وسلهوالو د هغه ۱۰ کلنه لور وژلې او زوی یې ټپي کړی دی.
تر دې دمه د د دغې پېښې پړه چا نه ده منلې او همداراز د مفتي جمعه پر کور د نامعلومو وسلهوالو د بريد او د هغه د وژنې انګېزه نه ده څرګنده.
په غور کې طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د جنايي پېښو کچه لوړه شوې چې په وروستۍ پېښه کې چهارشنبه د وري پر لومړۍ نېټه د سمنګان په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د يوې مېرمنې او د هغې د ماشوم د بېسره مړي وموندل شول.