۸صبح، کابل: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان ساپکو په خپله وروستۍ وینا کې ویلي چې د دغه هېواد مرستې په افغانستان کې یوې «ترهګرې ډلې» ته رسېږي.
ساپکو له پروپبلیکا وېبپاڼې سره په مرکه کې چې چهارشنبه د وري پر لومړۍ نېټه خپره شوې، طالبان «ترهګر» بللي او ویلي یې دي چې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د دغې ډلې تر واک وروسته ۲.۹ میلیارډه ډالره مرسته کړې ده.
هغه زیاته کړې: «ډیری پیسې چې د ملګرو ملتونو له لارې په نغدي ډول ځي، بالاخره له امریکایي مالیه ورکوونکو څخه راځي. دا مرستې یوې ترهګرې ډلې ته ځي. طالبان د ترهګرو یوه ډله ده.»
د امریکا د ځانګړي مفتش د راپور پر بنسټ د مرستو ډېره برخه اړمنو افغانانو ته نه رسېږي.
د دغه راپور له مخې، ملګرو ملتونو د ساپکو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د مرستو پیسې به بالاخره د افغانستان مرکزي بانک ته چې د طالبانو له لوري اداره کېږي، نه رسېږي؛ خو د مرکزي بانک څخه ډډه نه شي کولای.
ورته مهال، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دغه هېواد د ځانګړي مفتش د نوي راپور په غبرګون کې ويلي چې ملګري ملتونه افغانستان ته د پيسو د لېږد پروګرام د کنټرول مسووليت لري.
دې وزارت زیاته کړې: «موږ به د مرستو د پروګرامونو څارنې ته دوام ورکړو او د هغه ګواښ د کمېدو هڅه به وکړو چې د متحدهایالاتو مرستې په غیرمستقیم ډول طالبانو ته ګټه رسولی شي.»
د معلوماتو له مخې، د امريکا په کانګرېس کې استازو طالبانو ته د واشنګټن له لوري د مرستو پيسو د لېږد په مخنيوي کې د دغه هېواد له حکومته د لا زياتو هڅو غوښتنه کړې ده.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال ویلي: «دا د منلو وړ نه ده. د متحده ایالاتو حکومت باید ډېر څه وکړي چې له بشري مرستو څخه د طالبانو د ګټې اخیستنې مخه ونیسي.»
طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې یوه امريکايي سناتور مارکو روبیو د ملګرو ملتونو له لارې له افغانستان سره د واشنګټن د مالي مرستو د ځنډېدو غوښتنه کړې وه.
د هغه په خبره، ترڅو چې ډاډ ترلاسه نه شي چې بشري مرستې د «ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لپاره نه کارول کېږي، ملګري ملتونه باید د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره خپلې مرستې وځنډوي.