پر ایران د اسراییل احتمالي برید ته د اندېښنو له زیاتېدو سره هممهاله، والسټریټ ژورنال راپور ورکړی چې ایران له سوریې څخه د سپاه پاسداران ځواکونو په ویستلو بوخت دی.
دغې رسنۍ چهارشنبه د اپريل پر ۱۷مه د ایراني او سوري چارواکو په حواله راپور ورکړی چې سپاه پاسداران او د لبنان حزبالله ډلې په سوریې کې د خپلو جګپوړو چارواکو شمېر کم کړی دی.
بل پلوه، العربي الجدید قطرۍ ورځپاڼې د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې امریکا منلې تر هغو چې اسراییل په رفح کې خپل عملیات کوي، په بدل کې به یې ایران ته له ځواب ورکولو ډډه کوي.
د دغې رسنۍ د راپور له مخې، دا خبره مصري چارواکو دوحې ته رسولې ده.
راپور کاږي چې اسراییل پر رفح د برید په بدل کې مني چې نور به د ایران ډرون او توغندیزو بریدونو ته غبرګون نه ښيي.
د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوې مقالې کې لیکلي، که په منځني ختیځ کې کړکېچ زیات شي، ښايي دغه هېواد مخامخ د اسراییلو ملاتړ ته راودانګي.