۸صبح، سمنګان: سیمهییزې سرچینې وايي چې ناپېژانده وسلهوالو په دغه ولایت کې یو سړی وژلی دی.
دا پېښه سهشنبه د سلواغې پر ۲۴مه د دره صوف پایین ولسوالۍ په مرکز کې شوې ده.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا کس شفیعالله نومېده او هغه مهال د ناپېژانده وسلهوالو تر برید لاندې راغی چې له خپل ورور سره د کور پر خوا رهي و.
په دې پېښه کې د شفیعالله ورور کلک ټپي شوی دی.
د سرچینو په خبره، دغه کس «ازاد» کاروبار کاوه او له چا سره یې شخصي دوښمني نه لرله.
یاده دې وي چې سهشنبه د سلواغې پر ۲۴مه هم د نیمروز د زرنج – دلارام د لویې لارې په اړوند یوې سیمه کې یو کس په ډزو وژل شوی و.
د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې د هېواد په ځينو ولایتونو کې د مرموزو وژنو کچه لوړه شوې ده.