۸صبح، کابل: د امریکا د کانګرس ځینو غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو ته د یوه لیک په استولو د بایډن له ادارې غوښتي، چې په افغانستان کې د ترینګلي حالت د مخنیوي په پار دې په مستقیم ډول د دغه هېواد له خلکو سره مرسته وکړي.
دا لیک د امریکا د بهرنیو چارو وزیز انتوني بلینکن او د خزانې وزیر جنت یلن ته لېږل شوی او د دغه هېواد د ډموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو ۲۷ غړو پکې لاسلیک کړی دی.
د امریکا د کانګرس غړو د بایډن ادارې ته ویلي، چې دغه بنسټ د طالبانو له سرپرست حکومت سره د مرستې تمایل نه لري او امریکا باید په افغانستان کې د ناورین د مخنیوي لپاره د طالبانو له مشروعیت پرته د دغه هېواد له خلکو سره مرسته وکړي.
د هغوی په خبره، افغانستان د اقتصادي پاشلتیا په حال کې دی او خلک له سختې لوږې سره مخ دي.
کانګرس ویلي، په افغانستان کې د فزیکي پیسو نشوالي له دغه بحران سره لاس یو کړی، ځکه هغه کسان چې په بانکونو کې پیسې هم لري، د ډالرو د کموالي له کبله يې نه شي رااخیستلی.
د کانګرس غړو په ډاګه کړې، چې د افغانستان اقتصادي ناورین د ډله ییز مهاجرت وېره زیاتوي او د داعش مستقیم ننګونو ته په کتو ممکن په سیمه کې بې ثباتي هم زیاته شي.
دغه بنسټ همداراز له افغانانو سره د مستقیمې مالي مرستې لپاره وړاندیزونه هم ارایه کړي چې د افغانستان تر سقوط وروسته له تروریزم سره د مبارزې، د ښځو حقونو په نظر کې نیولو او د ټولګډونه حکومت جوړول رانغاړي.
کانګرس له بایډن څخه غوښتي، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې یوه مناسب بنسټ لکه ملګري ملتونو سازمان ته ورکړي، چې له دې لارې د ښوونکو معاشات ورکړل شي او د ماشومانو خواړه تامین شي.
دغه بنسټ په وروستیو کې د ملګرو ملتونو کار چې د شخصي تلیفونو په استفادې، بې له دې چې پيسې طالبانو ته وسپاري او د ښوونکو معاشات پخپله دا سازمان ورکوي، وستایه.
همداراز ویل شوي، چې د بایډن دولت باید مالي لارښود وړاندې کړي، چې له مخې يې د بشردوستانه مرستو په برخه کې موجود تحریمونه روښانه شي.
د کانګرس په وینا، دا کار د دې سبب کېږي، چې مالي موسسې د امریکا د تحریم د نقض له وېرې پرته، مرستې ووېشي او د بشردوستانه مرستو د ادامې لپاره معافیت هم باید پراخ شي.
د کانګرس غړو زیاته کړه، چې دا کار په مناسب نظارت ترسره کېږي او د طالبانو د سرپرست حکومت ملاتړ نه کوي؛ اولیه خدماتو ته د افغانانو لاسرسی تضمینوي.
همداراز دغه بنسټ وړاندیز کړی، چې د بایډن اداره باید له هغو بنسټونو سره چې غواړي د افغان دولتي کارکوونکو معاشات ورکړي، مرسته وکړي.
کانګرس په بریالیتوب سره د ملګرو ملتونو اژانسونو ته د افغانستان د بیارغونې وجهي صندق ۲۸۰ میلیونه ډالره د ارايې په یادونې سره ویلي، چې امریکا باید پر بانکونو د هر ډول فني او تحریمي موانعو د لرې کولو ملاتړ وکړي.
همداراز ویل شوي چې د دغې بودیجې دوام باید د طالبانو د اقداماتو پر اساس وشي، چې طالبان د ټولشموله حکومت ژمنه تضمین او د لږه کیو او مېرمنو حقوق خوندي کړي.
د کانګرس غړو ویلي، له دا ډول شریکانو سره له نژدې همکاري تضمینوي، چې بودیجه په سمه توګه ترسره کېږي او بې له دې چې د طالبانو لاس ته ولوېږي، له افغانانو سره اساسي مرستې چمتو کوي.
همداراز په دغه لیک کې لیکل شوي، امریکا باید مالي موسسو ته اجازه وکړي، چې افغانستان ته لازمه پانګه تزریق کړي او په دې ترتیب د «ناوړه ناورین» مخه ونیول شي.
په دې لیک کې راغلي، د دې کار په دوام سره باید د طالبانو تر مشرۍ لاندې حکومت ته د پيسو د لېږد مخنیوی وشي.
کانګرس ویلي، چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو تبادلې ته د مرستندویه او په افغانستان کې د سوداګرو بنسټونو ترمنځ یو سیسټم رامنځته شي.
په دې ترتیب ویل شوي، چې د دې کار لپاره په افغانستان کې د مرکزي بانک به نامه یوه بنسټ ته اړتیا شته، چې دغه هېواد خپل ارزي تبادله ترسره او بهرني اسعار وپېري.
په لیک کې په درېیم هېواد کې د ډالرو د لیلام لپاره د یوه خصوصي بانک پر ایجاد هم ټینګار شوی، چې د طالبانو له لاسوهنې پرته له افغانانو سره مرسته وکړي.
کانګرس ډاګه کړې، چې په راروان ژمي کې د وضعیت د بدترېدو د مخنیوي په پار امریکا او ملګري ملتونه باید افغانانو ته د مالي مرستو په راټولولو کې عادلانه ونډه ولري.
د کانګرس د غړو په وینا، په افغانستان کې له یوه مات شوي دولت څخه هېڅ ډله ګټه نه کوي.
هغوی ویلي، چې د طالبانو پر سرپرست حکومت د فشارونو له لارې، باید ډاډ ترلاسه شي، چې له احتمالي تهدیدونو څخه د امریکا خلک خوندي او هغه افغانان چې په افغانستان کې له خطر سره مخ دي، له هېواده په وتلو کې ورسره مرسته وشي.
کانګرس زیاته کړې، په افغانستان کې د ۷۷۵ سوه زره امریکايي سرتېرو له خدمت او د یوه شمېر له وژل کېدو وروسته امریکا باید د بشري حقونو په برخه کې له افغانانو سره ودرېږي.
د کانګرس غړو د دغه هېواد له بهرنیو او خزانې وزارتونو څخه غوښتي، چې د افغانستان په هکله دې خپله ستراتیژي په منظمه توګه له دوی سره شریکه او داسې میکانیزم ته پام وشي، چې له مخې يې یوازې له افغانانو سره مرسته وشي.
همداراز دغه بنسټ د توجیهي ناستو غوښتنه کړې، چې د افغانستان د وضعیت او د کانګرس د وړاندیزونو په هکله خپل لیدلوري بیان کړي.
کانګرس هیله ښوولې، چې د ۲۰۲۲ د جنوري تر ۱۴ به دا ناسته وشي.
د یادونې وړ ده، چې په دې لیک ټام مالینوسکي، جیسون کرو، پیتر میجر، ګریګوری میکس، آدام شیف، آدام اسمیت، امي بیرا، ویلیام کیتنګ، تد دویچ، جیم کوپر، جان ګرامندي، کارن بس، جیمز لانګوین، روبن ګالیګو، اندی کیم، آنتونی براون، جو کورتنی، جرد ګردن، استفاني مورفي، سالود کارباجل، ست مولتن، کتي منینګ، دیوید سیسیلین جیمی پانتا، دین فیلیپس، ورونیکا اسکوبار، کریسی هولاهان، بیل فاستر، دیوید پرایس، کای کاهله، اسکات پیترس، ارل بلومناور، سارا جیکوبز، تد لیو، پیتر ولش، سوزان وایلد او خواکین کاسټرو لاسلیکونه کړي دي.
امریکا پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته وویل، چې د مرکزي بانک ارزي ذخایر يې کنګل کړي دي.
همداراز دغه هېواد او نورو هېوادونو د طالبانو حکومت سره مرسته په ټپه ودروله.
دا دوه موضوعات د دې سبب شول، چې د افغانستان په بازارونو کې د فزیکي پیسو بحران رامنځته او د یوه امریکايي ډالر بیه تر سلو افغانیو واوړي.