د راپورونو له مخې ازبکستان نیت لري، چې د راتلونکي زېږدیز کال په لومړیو کې د نړیوالې سوداګرۍ مرکز «ترمز – اینټرمکس» پرانیزي.
د ازبکستان رسنیو شنبه د اکټوبر پر ۲۹ راپور ورکړی، چې دغه سوداګریز مرکز به له تاجکستان، افغانستان، پاکستان او ایران سره د ازبکستان د بهرني تجارت د زیاتېدو لامل شي.
د راپورونو پربنسټ، دغه سوداګریز مرکز چې ۲۶۰ مترمربع مساحت لري سوداګرو ته لار اواروی ترڅو ازبکستان ته د خپلو توکو د وارداتو او صادارتو پرمهال له ګمرکي زیانونو پرته خپله سوداګري وکړي.
له دې مخکې طالب چارواکو دغه سوداګریز مرکز د افغانستان او ازبکستان د ګډ بازار په نوم یاد کړی و.