۸صبح، کابل: اندونیزیا کې یو شمېر افغان کډوالو د «هزارهوو نسل وژنه ودروئ» شعار په ورکولو لاریون وکړ.
د راپورونو له مخې د افغانستان یو شمېر کډوالو شنبه د لړم پر اوومه نېټه د اندونیزیا په تنجونګ پیننګ ښار کې لاریون وکړ.
اعتراضکوونکي له اوږده مزل وروسته د ملګروملتونو سازمان د دفتر په مخ کې سره غونډ شوي دي.
اعتراضکوونکو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د هزارهوو د نسل وژنې د درولو لپاره عملي اقدامونه وکړي او هغه پر رسمیت وپېژني.
تېره یوه میاشت کې په ډېری هېوادونو کې د «هزارهوو نسل وژنه ودروئ» شعار په ورکولو اعتراضونه شوي دي.