والتز: د امریکا د مالیه ورکوونکو یو ډالر هم باید د طالبانو جیبونو ته لاړ نشي

۸صبح، کابل: د امریکا د مشرانو جرګې یو شمېر غړي، د طالبانو لخوا د افغانستان خلکو سره ددغه هېواد له بشري مرستو څخه، د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه اندېښمن دی.

د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر (مایکل مک کال) او د کانګرس ۱۹ نورو غړو، د سه شنبې په ورځ (د غوایي په ۲۶ مه) د امریکا د نړیوالو مرستو د سازمان مشرې (سمانتا پاور) سره په یوه لیک کې، خپلې اندیښنې شریکې کړې.

د دغه لیک یوه لاسلیک کوونکی (مایک والتز)، چې یوه کاپي یې پخپله ټویټر پاڼه هم خپره کړې، ویلي چې د امریکا د مالیه ورکوونکو یو ډالر هم باید د طالبانو یا بلې ترهګرې ډلې، جیبونو ته ولاړ نشي.

دوی په دغه لیک کې، په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څارنې په اړه، د امریکا د نړیوال مرستندویه سازمان د مشر د غبرګون غوښتنه کړې ده.

دغو استازو، د (جان ساپکو) څرګندونو ته په اشارې سره ادعا کړې، چې افغان ولس ته د امریکا د مرستو د لېږلو او مصرف په اړه کره څارنه نه کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان ساپکو، شاوخوا یوه میاشت وړاندې، ددغه هېواد د ولسي جرګې په استماعیه غونډه کې ویلي و، چې افغانستان سره د امریکا مرستو ته د طالبانو د لاسرسي احتمال نه شي ردولای. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د سیګار دغه څرګندونې رد کړې دي.

د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته، د افغانستان له خلکو سره له دوه میلیارد ډالرو زیاتي بشري مرستې کړې دي.

Back to top button