په هرات ولایت کې د هوا په سړېدو سره په کابو یوه اونۍ کې، ۲۳۰ تنه په کورونا ویروس اخته شوي دي. په دغه ویروس د اخته وګړو ناڅاپي زیاتوالي روغتیايي کارکوونکي اندېښمن کړي دي. د روغتیايي چارو کارپوهان، له ایران سره د افغانستان د ګډې پولې او د ښوونیزو بنسټونو او سیلځایونو پر تړلو ټینګار کوي. د دوی په وینا، کورونا ویروس د خپرېدو په حال کې دی، خو خلک روغتیايي سپارښتنو ته پام نه کوي.
له دې مخکې د عامې روغتیا وزارت چارواکو رسنیو ته وېلي و چې افغانستان د محدودیت لګولو شرایط نه لري او دوی د ښوونیزو بنسټونو د فعالیت او د خلکو د کاروبار مخه نشي نیولای. ددغو چارواکو په باور، د افغانستان شرایط له نورو هغو هېوادونو سره چې ټولنیز فعالیتونه یې محدود او د وګړو پر ګرځېدو یې بندیز ولګاوه، توپير لري.
د کووید نولس ناروغانو د درملنې مرکزونو چارواکي وايي چې په اوسني وخت کې په دغې ناروغۍ اخته ۹۵ تنه په هرات کې بستر دي چې د ۲۱ تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی. دغه چارواکي ټینګار کوي چې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره لازم چمتووالی لري.
د هرات د روغتیا ریاست چارواکي په دې باور دي چې د هوا په سړېدو سره د کورونا ویروس د مثبتو بېلګو زیاتوالی یوه طبیعي چاره ده! هغوی له هېوادوالو غواړي چې روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي. د دوی په وینا په ښار او ولسوالیو کې د کووید ۱۹ ناروغانو د درملنې مرکزونه فعال دي. همداراز ددغې ادارې ګرځنده ټیمونه په ښار او ولسوالیو کې فعالیت لري او په هرات کې ددې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لازمې تابیاوې نیول شوې دي.
په هرات کې د روغتیايي چارو کارپوه نثاراحمد مصدق، ۸صبح ته ووېل: «سړه هوا د کورونا ویروس د خپرېدو لامل کېږي او چارواکي باید ددې ویروس د مخنیوی لپاره ټولنیز محدودیتونه عملي کړي.»
د هغه په اند ددې ویروس د کنترولولو لپاره، لومړی باید له ایران سره پوله، ښوونیز مرکزونه او سیلځایونه وتړل شي او خلک هم روغتیايي سپارښتنو ته جدي پام وکړي. نوموړی ټینګار کوي چې د عامې روغتیا وزارت چارواکي هرات ولایت ته جدي پاملرنه نه کوي او هغه امکانات چې نوموړي ولایت ته ورکړل شوي، د وګړو د شمېر په پرتله کم دي.
له بلې خوا د هېواد د عامې روغتیا سمبالچاري وزیر، څه موده مخکې هرات ته په سفر کې د درملنې له مرکزونو لیدنه وکړه او د «کورونا د دوهمې څپې» په وړاندې د چمتووالي خبر یې ورکړ. ددغه وزارت سرپرست محمد جواد عثماني په دغه سفر کې خبریالانو ته ووېل: «د هرات ولایت د روغتیا برخې ټولې ستونزې وارزول شوې او ددغو ستونزو د اواري لپاره جدي تصمیم نیول شوی! په دې ولایت کې د روغتیا چارواکي د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره بشپړ تیاری لري.»
په هرات کې د کووید نولس ناروغانو د درملنې لومړی نمبر سل بستریز روغتون (د میرابراهیم بسیم روغتون) چارواکي وایي چې په تېره یوه اونۍ کې په دغې ناروغۍ ۲۵ اخته وګړي دې روغتون ته لېږدول شوي چې اوس تر درملنې لاندې دي.
د نوموړي روغتون مسوول، ډاکتر عبدالمنان آزادمنش، ۸صبح ته ووېل: «په یوه اونۍ کې په کووید نولس ناروغۍ ۲۵ اخته وګړي دغه مرکز ته وروړل شوي او دا ددغو ناروغانو د شمېر د زیاتوالي ښودنه کوي.
اوسمهال په دې روغتون کې ۹۵ تنه بستر دي چې د ۲۱ روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. هغه زیاته کړه چې په دې روغتون کې د ناروغانو د درملنې او خدماتو د وړاندې کولو لپاره بشپړ تیاری نیول شوی دی.
اخوا د هرات د روغتیا رئیس عبدالحکیم تمنا ۸صبح ته ووېل: «تېره اونۍ ناڅاپه د کورونا ویروس د اخته وګړو شمېر زیات شو چې لامل یې سړه هوا ده.» د هغه په باور؛ هغه شمېر چې په هرات کې ثبت شوی، د کورونا ویروس د لومړۍ څپې دوام دی او ددغه ویروس د خپرېدو دوهمه څپه لاهرات ته نه ده رسېدلې!
نوموړی ټینګار کوي چې له ایران سره د افغانستان د پولې تړلو او همداراز په هرات کې د ټولنیزو فعالیتونو محدودیت دومره مثبته اغیزه نه لري. د روغتیايي چارو ددغه کارپوه په باور په افغانستان او ایران کې کورونا شته چې دواړه یو ډول ویروس دی، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې تړل ستونزې زیاتوي، خو له دغه ویروس سره د مقابلې یوازینۍ لار روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه ده چې خلک باید په دې برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلی تمنا وایي چې په هرات کې د کورونا په وړاندې د مقابلې لپاره تیاری نیول شوی او سربېره پر دې په ښار او ولسوالیو کې ددې ادارې ګرځنده ټیمونه فعالیت لري چې د کووید نولس ناروغانو د درملنې لپاره ټول امکانات په واک کې لري. سربېره پر دې په اسلام کلا بندر کې هم یوه روغتیایي ډله فعالیت لري او هغه وګړي چې له دې پولې هېواد ته راستنېږې معاینه کېږي.
د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د تلې له دیارلسمې نېټې، د کووید نولس ناروغانو د شمېر زیاتوالی پيل شوی او د تلې تر نولسمې پورې ۲۳۰ تنه په دې ویروس اخته شوي دي چې ۲۰۳ یې مېرمنې او ۲۷ تنه نارینه دي.
تراوسه په هرات کې شپږ زره او ۶۰۳ تنه په دې ویروس اخته شوي چې درې زره او ۷۲۱ یې نارینه او دوه زره او ۸۸۲ یې ښځې دي. د هرات د روغتیا ریاست د شمېرو له مخې، تراوسه ددې ناروغۍ له امله ۲۴۸ تنه مړه شوي چې ۱۷۶ نارینه او ۷۲ ښځې دي.